کور / تازه خبرونه / نصرت الله ارسلا د رايو په اړه د ننګرهار والي سره وکتل

نصرت الله ارسلا د رايو په اړه د ننګرهار والي سره وکتل

د ننګرهار ولايتي شورا غړي او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين ولايتي مشر د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ځانګړې ناسته وکړه.
د ولايتي شورا غړي او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين ولايتي مسول نصرت الله ارسلا په دې ګډه ناسته کې د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين نه مننه وکړه، چې تر دا مهاله د ولسمشرۍ په ټاکنيزو هلو ځلو کې بې طرفه پاتې شوی او له والي يې غوښتنه وکړه، چې نورې دولتي ادارې هم په ټاکنيزو مبارزو کې د بې طرفۍ رعايت کولو ته اړې کړي، هغه وويل، په ننګرهار کې بايد دولتي کارکوونکي او دولتي امکانات د کوم کانديد په پلوئ ونه کارول شي.
ارسلا زياته کړه که دولتي ادارې او د نوماندانو استازي سره ګډې هڅې وکړي په ولسمشريزو ټاکنو کې به هغو اشخاصو ته چې په ولس کې رايې نه لري دا وخت په لاس ورنه شي چې د درغلئ له لارې په ولسونو حاکم شي.
نصرت الله ارسلا د ټاکنيزې پروسې د ښه تنظيم لپاره د کانديدانو د کمپاينرانو، يوناما او د ټاکنو خپلواک کمسيون د غړو سره د يوې ګډې ناستې وړانديز وکړ.
په دې ځانګړې ناسته کې د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودين ژمنه وکړه، چې هېڅ دولتي چارواکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د کوم نوماند په پلوئ د دولتي امکاناتو نه کار واخلي.
ښاغلي لودين د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو په اړوند د کلکو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه ټول امنيتي ارګانونه کار کوي، چې په ښار او لرو پرتو سيمو کې خلکو ته د ښه امنيت په نيولو سره د رايو مرکزونو ته د تللو فرصت برابر کړي.
په دې ناسته کې د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودين د اقتصادي پراختيا له هڅو يادونه وکړه او ويې ويل د اقتصادي پراختيا لوی شمېر پلانونه يې تر لاس لاندې دي او په عملي کولو سره به يې هر اړخيزې اقتصادي ودې ته لاره هواره شي.