کور / تازه خبرونه / له روغتيايي خصوصي سکټور څخه ليدنه سوې

له روغتيايي خصوصي سکټور څخه ليدنه سوې

د کندهار د عامي روغتيا رياست له صحي خصوصي سکټور څخه ليدنه وکړه
عامي روغتيا رياست په کندهار کي د صحي خصوصي سکټور پرمختګونه او خدمات وستايل.
په کندهار کي د کوچنیانو او مدني ټولني مشري رنګینې ویسا په نوښت له تېرو څو میاشتو راهیسي د عامي روغتیا ریاست او خصوصي سکټور تر منځ هره میاشت د همږغۍ غونډه جوړېږي. په غونډه کي د ډاکټر رنګينې تر څنګ د صحي خصوصي سکټور مسوولينو، ډاکټرانو او د عامي روغتيا رياست مسوولينو ګډون کړى و.
عامي روغتيا رياست د ډاکټر رنګينې ويسا په ملتيا په تېره اوونۍ کي له روغتونونو څخه ليدنه وکړه. دوى د سالم رقابت او ټولو اړخونو په نظر کي نیولو سره نتیجه ګیري وکړه چي په لومړي نمبر غوره روغتونونو کي مهمند روغتون، دوهم الفرهاد روغتون او دریم بلال روغتون سول.
په ياده غونډه کي د عامي روغتيا رئيس عبدالقيوم پخلا وويل، د نيمګړتياوو له په ګوته کولو سره بايد صحي خدمات نور باکيفيته سي. ده وويل، که د ډېرو صحي مرکزونو پر ځاى لږ ولرو، خو پر کيفيت يې ټينګار وکړو، له دې سره به مو د خلکو لپاره ښه زېرى او خدمت کړى وي.
په ياده غونډه کي ډاکټر رنګينې ويسا وويل، د کندهار صحي خصوصي سکټور ډېر پرمختګ کړى دى، اوس په روغتونونو کي باتجربه او مسلکي ډاکټران سته. دې زياته کړه: “اوس پرمختللي او ښه ماشينري لرو، پاک چاپېريال لرو او داسې نور پرمختګونه سوي دي. بايد د صحي خدماتو د لا ښه والي او ودي په موخه هڅي نوري هم ګړندۍ کړو.”