په کندهار کي اورښتونو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
اورښتونو د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي ٢ کورونه نړولي او ٢ ښځي يې ټپياني کړي دي.
دغه راز د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کي د اورښت له امله يوه ښځه او شپږ کوچنيان مړه سوي دي. د دې تر څنګ يې په ياده ولسوالي کي درې کسان هم ټپيان کړي دي.
يادو اورښتونو په نوموړې ولسوالۍ کي ٦٦ کورونه نړولي او ٤٤ حيوانان يې وژلي دي.
دغه راز د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کي د تېرو څلورو ورځو د اورښتونو او سختي هوا له امله د ١٥٠ کورونو دېوالونه نړېدلي دي. دغه راز يې يو کور ړنګ کړى دى. د تېري ورځي د اورښت له امله ٥٠ بزې هم وژل سوي دي.