کور / تازه خبرونه / بارانونو مرګ ژوبله اړولې

بارانونو مرګ ژوبله اړولې

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې لس تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ( دوشنبه) د بېلابېلو ترافیکي پېښو په ترڅ کې یو دیارلس کلن ماشوم وژل سوى او اته نور ټپیان شوي
دي،همدا راز د پرلپسې اورښتونو له امله یو کس وژل سوى او اولس کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي .
د کابل – کندهار پر لویه لاره د میدان ښار اړوند د تورو تیګو په سیمه کې یو درې سوه درې ډوله موټر،چې له کابل څخه کندهار ته روان وو،د چپه کېدو له امله د دوو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون اوه تنه ټپیان شول .
یاده،ترافیکې پېښه،چې لامل یې هم د موټر چلوونکي ګړندۍ تګ په ګوته شوی،د
ټپیانو روغتیایې وضعه یې د اندېښنې وړ نده او د یاد درې سوه درې ډوله موټر چلوونکی هم نیول شوی،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي.
بل لورې د میدان ښار اړوند د خلیج تیلو ټانک ته څېرمه یو سراچه ډوله موټر هغه مهال یو دیارلس کلن ماشوم هغه وخت ووژى،کله چې په یاده سیمه کې له سړک څخه د تېریدو په حال کې وو.
په ورته وخت کې د سیداباد ولسوالۍ په اکا خیلو سیمه کې د یو درې سوه درې
ډوله او فلاینکوچ موټرو د ټکر له امله د فلاینکوچ موټر چلوونکی ټپي شوی دی .
د یو بل خبر له مخې،په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د زیاتې واورې له امله یو
کس وژل شوی دی .
په ورته وخت کې د زیاتو واورو او بارانونو له امله په سیداباد،چک،مرکزي بهسود او لومړۍ برخې بهسودو ولسوالیو کې اولس کورونه ویجاړ شوي او دولس څاروي هم لمنځه تللي دي.