کور / تازه خبرونه / ٥٠٠ پوليس له زده کړو فارغ سوي دي

٥٠٠ پوليس له زده کړو فارغ سوي دي

ياد شوي كسان چې پكې ۲۰۰ تنه ساتنمنان،۴۹ تنه سيمه ايزپوليس هم شامل دي د دوشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د پوليسوله روزنيزمركزڅخه فارغ شول.
ددې مراسموپرمهال د نوموړي مركزقوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وويل چې يادوشويوكسانوته د كورنيوروزونكولخوا د څلورومياشتوپه موده كې په بيلابيلوټولنيزو،بشري حقونو،پوځي اوددې ترڅنگ د ټاكنود امنيت د لا خونديتوب په برخه كې زده كړې وركړل شوې دي.
هغه وويل چې نوموړي مركزتردې مهاله د روان كال په موده كې ټول ۲۴۵۰ تنه پوليس اوساتنمنان روزلي چې پكې سرحدي،ملي،د عامه نظم اوسيمه ايزپوليس شامل دي.
په دې مراسموكې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرپاسوال نصرالله گرمسيرپه ډاگه كړه چې اوس مهال د پوليسووړتيا لوړه شوې چې په بيلابيلوډگرونوكې يې د پام وړلاسته راوړنې درلودلې اوپه خپلواكه توگه يې پوځي چارې پرمخ بيولې دي.