کور / تازه خبرونه / د رايي ورکوني په اړه دي عامه پوهاوى زيات سي

د رايي ورکوني په اړه دي عامه پوهاوى زيات سي

د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په غونډه کي ټينګار وسو چي ولس به د رايي استعمال ته وهڅول سي.
په غونډه کي کندهار والي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس، يو شمېر ولسوالانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او مدني فعالانو ګډون کړى و.
غونډي ته کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، ملاامامان، قومي مشران او سپین ږیري باید خلک په ټاکنو کي د ګډون لپاره راوبولي، تر څو ولس په خپله په ډېر دقت د خپلي خوښي وړ کانديد وټاکي. د عامه پوهاوي دغسي پروګرامونه نهایي ضروري دي، باید هيوادوال د رايي په استعمال او اهميت پوه کړل سي.
والي وويل: “قومي مشران ډېر لوى رول ادا کولاى سي چي خلک رايه اچوني ته وهڅوي، تر څو داسي چاته رایه ورکړي چي د هېواد او کندهار د ابادۍ لپاره کار وکړي.”
يو شمېر ولسوالانو د غونډي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چي په ولسواليو کي هيڅ ډول امنيتي تهديد نه سته. دوى د کانديدانو له کمپاينرانو څخه غوښتنه وکړه چي د رايه اچوني په مراکزو کي دي خپل ناظرين وګماري. دوى په يوه خوله وويل: “موږ به ولس ته د امنيت ډاډ ورکوو او له خلکو څخه غوښتنه لرو چي رايه وکاروي.”
د ټاکنو خپواک کمېسيون رئيس انجنېر عبدالهادي داوري وويل، رايه اچوني ته د خلکو راجلبول د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته شوني دي، دوى دي تر وسه خلک د رايي استعمال ته وهڅوي. ده وويل: “موږ پر ټول ولس ږغ کوو چي رايه استعمال کړي او خپل دغه ايماني مسووليت په ښه ډول سرته ورسوي.”
نوموړي وويل، د ټاکنو لپاره يې پوره تدابير نيولي دي، خو ټينګار يې وکړ چي عامه پوهاوى به نور هم پراخ کړي