کور / تازه خبرونه / برتانيې دوه نور سرتېري له لاسه وركړل

برتانيې دوه نور سرتېري له لاسه وركړل


طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هلمند په نا ارامه ولايت كي د برتانيې دوه نور عسكر هم ووژل.
دا په يوه اونۍ كي د برتانيې پنځه عسكر دي چي وژل كېږي او له ۲۰۰۱ كال راهيسي يې د برتانوي پوځيانو د مړو شمېر ۱۰۲ ته پورته كړ.
د برتانيې د دفاع وزارت د خپلو عسكرو مړېنه تايېد كړه او په يوه خپره سوې بيانيه كي وايي سر تېري يې د هلمند په ګريشګ كي هغه وخت د وسله والو له بريد سره مخ سول، چي پر پښو يې ګزمه كول.
د برتانيې درې نور سرتېري د تيري يكشنبې په ماښام په يوه ځانمرګي بريد كي وژل سوي وه.
برتانيه وايي د پروني بريد له امله يې يو سرتېري ټپي سوى هم دئ.