کور / تازه خبرونه / غني: دډيورنډ پريکړه د حکومتونو او افرادو کار نه دى

غني: دډيورنډ پريکړه د حکومتونو او افرادو کار نه دى

کابل : دبي بي سي د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د ډيورنډ پر لانجمنې کرښې خپل دريځ روښانه کړى دى.د ښاغلي احمدزي د کمپاين دفتر يوه ويديو خپره کړې چې په هغې کې د ځينو کسانو د پوښتنې په ځواب کې پر دې موضوع رڼا اچول شوې ده.اشرف غني احمدزى وايي:” د ډيورنډ د کرښې فيصله د ولسونو ده، نه د حکومتونو نه د افرادو، موږ اميدوار يو چې په راتلونکي کې هغه شرايط مسايد شي چې ولسونه په خپله رضا په دې باندې فيصله وکړي او موږ نتيجې ته ورسېږو.”څه موده وړاندې د يوه بل کانديد ډاکټر زلمي رسول لومړي مرستيال ضيا مسعود د پاکستان له يوۀ شخصي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي و چې د دېورنډ د کرښې موضوع بايد حل شي.”دا کرښه بايد د ټولو تاريخي اسنادو په رڼا کې او د نړيوالې ټولنې په ښکېلتيا حل شي.”ښاغلي ضيا مسعود ويلي و:” که دا يوه ستونزه وي نو غوره دا ده چې دا ستونزه حل شي. د افغانستان خلک په ښکاره غواړي چې له پاکستان سره يوه دايمي پوله ولري. دا کرښه بايد د ټولو تاريخي اسنادو په رڼا کې او د نړيوالې ټولنې په ښکېلتيا حل شي.”خو ښاغلي اشرف غني احمدزى بيا په دې باور دى چې دا کرښه افغانانو ته د منلو نه ده.څو اوونۍ وړاندې د ولسمشرۍ د کاندیدانو په یوه مناظره کې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید ډاکټر عبدالله پر ډيورنډ کرښه ویلي و چې د ډیورنډ پر کرښې باید خلک او پارلمان پرېکړه وکړي.”موږ له اوسنیو ستونزو سره اوسنیو شرایطو او خپلو ګټو ته په پام حل لاره غواړو. د افغانستان خلک باید پر ډیورنډ کرښه پرېکړه وکړي ډاکټر عبدالله ویلي و:« موږ له اوسنیو ستونزو سره اوسنیو شرایطو او خپلو ګټو ته په پام حل لاره غواړو. د افغانستان خلک باید پر ډیورنډ کرښه پرېکړه وکړي»د ډيورنډ کرښه هيڅ افغان حکومت نه ده منلې.پاکستان دا کرښه له افغانستان سره خپله نړيواله رسمي پوله بولي خو افغانستان دا د يوې پولې په توگه په رسميت نه پېژني. له بله خوا دپژواک د خبر له مخې د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان او د ولسمشر وياند وايي، چې د ډيورنډ کرښې په اړه د پرېکړې حق يواځې ولس لري.نوموړو دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د ولسمشرۍ يوه کانديد ډاکټر اشرف غني د ډيورنډ په اړه خپل دريځ څرګند کړ.د ولسمشرۍ يوه کانديد ډاکټر اشرف غني پرون په يو ويډيويي پيغام کې د ډيورنډ کرښې په اړه څرګندونې کړې وې.غني زياته کړې: ((د ډيورنډ کرښې په اړه ولسونه پرېکړه کوي نه حکومتونه، هيله ده چې شرايط برابر شي چې خلک تصميم ونيسي.))د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو زياته لانجمن موضوع ده او د وروستيو کلونو شخړې هم د همدې کرښې پر سر دي.هغه وويل، چې انګرېزانو د پښتنو په سينه کې دا کرښه راښکلې وه او دغه قوم يې په دوو ټوټو وېشلى چې اوس هم ترې د پولې د دواړو غاړو اوسېدونکي رنځ وړي.حقيار وايي، چې د ډيورنډ په اړه يو شخص يا يو حکومت پرېکړه نه شي کولاى، بلکې دا د ولس حق دى چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.د سياسي چارو بل کارپوه نعمان دوست وايي، اوس د دې وخت نه دى چې د ډيورنډ موضوع دې وچېړل شي.هغه زياته کړه، چې نه ولس دومره سياسي شعور لري او نه هم په حکومت کې دومره وړتيا شته، چې د هېواد او ولس ګټو ته په کتو سره پر دې مهمې موضوع باندې داسې دريځ خپل کړي او پرېکړه چې د ولس او هېواد په ګټه وي.د ولسمشر وياند اېمل فيضي د اشرف غني د څرګندونو په ملاتړ سره وايي، چې د ډيورنډ کرښې په اړه د ولسمشر کرزي دريځ هم همدا ډول دى.هغه زياته کړه: ((اشرف غني احمدزى د ډيورنډ په اړه د ولسمشر کرزي تګلاره تعقبيوي، ځکه چې له پيل راهيسې د ولسمشر همدا دريځ دى، چې دا د ولس حق دى.))د نوموړي په وينا، حکومتونه نه شي کولى چې پر دې ډول مهمو موضوع ګانو پرېکړې وکړي، بلکې دا د ولس حق دى چې په دې اړه پرېکړه وکړي.د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د انګليسانو له خوا د وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوه، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.په ١٩٤٧ ميلادي کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عزيزاحمد چودري شاوخوا يوه مياشت وړاندې په خپلو خبرو کې د ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ حل شوې موضوع وبلله.دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې مخکې د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال مارشال فهيم د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه بللې وه او زياته کړې يې وه، افغان دولت حاضر دى چې د مذاکرې له لارې دې ستونزې ته د حل معقوله لار پيدا کړي.دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي تېر کال د غويي په ١٤مه ويلي وو، چې هېڅکله به د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني او په اړه يې ان خبرو ته هم حاضر نه دى.