کور / تازه خبرونه / د زابل ولسونو د رايي وركولو ژمنه وکړه

د زابل ولسونو د رايي وركولو ژمنه وکړه

په زابل کې دټاکنو دخپلواک کمیسیون لخوا دعامه پوهاوې په یوه غونډه کې ددې ولایت قومي مشرانو او دیني عالمانو په راتلونکو ټاکنو کې دپراخ ګډون کولو خبرورکوي، دوی وايي چي دتیرو څخه يې زده کړه کړې او داځل به هغه چاته رایه ورکړي چي ودې ولایت ته دپاملرنې ژمنه وکړي ځکه دهغوی په وینا ودې ولایت ته په تبرو دیارلس کلونو کې هیچا دومره پاملرنه نده کړې لکه ځومره چي ورته اړتیا ول.

دغوندي پرمهال یوشمیر میرمنوهم په راتلونکو ټاکنو کې دنورو ټاکنو په پرتله دزیات شمیر میرمنو دګډون  کولو خبرورکوي خکه دهغوی په وینا اوس امنیت دډاډ وړدی اومیرمنې دخپلو رایو په ارزښت پوهیږي او هغه چاته به رایه ورکړي چي میرمنو ته په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړي.

په غونډه کې دزابل والي الحاج محمداشرف ناصري وايي ددوی ځواکونو دټاکنو دامنیت دپاره پوره چمتوالی لري او هیچاته به اجازه ورنکړي چي په دغه ملي پروسه کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

ښاغلی ناصري همدراز پرخلګو ږغ کوي چي په راتلونکو ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي او هغه چا ته رایه ورکړي چي دهیواد دملي ارزښتونو ساتنه کولای سي .

په زابل کې خلګ پداسي حال کې په راتلونکو ټاکنو کې دپراخ ګډون ژمنه کوي چي اوس پدې ولایت کې دنورو کلونو په پرتله امنیتي حالت دډاډ وړدی او په ډیری سیمو کې خلګ درایه په ورکولو دپاره چمتووالی نیسي.