کور / سياسي / د اشغال سوي افغانستان په سياست کي نوی سياسي اسلام

د اشغال سوي افغانستان په سياست کي نوی سياسي اسلام

دټاکنو ډرامه او د روشنفکره نوماندانو په شعارونو کي دسياسي اسلام ډول ډول شعارونه هم پورته او کښته کيږي.
ډاکتر اشرف غني دخپل ټاکنيز کمپاين په دغه ويډيو کي ژمنه کوي چي جومات به بيا دټولني مرکز سي. دی وايي ترڅو چي دجومات ممبر، ارګ او مکتب په يوه جهت کي نه وي په دې خاوره که ثبات نه راځي.
پرمخ وايي چي د اسلام مبین دين زموږ وجودي، سياسي ټولنيز فلسفه ده بله فلسفه نه لرو، نه يې منو.
سم تعبير خو يې داسي و چي افغاني ټولنه بله فلسفه نه لري او نه يې مني. خو ښاغلي اشرف غني دعامه ذهنيت دګټلو په نيت دمتکلم جمعي ضمير يادوي. تردې مخکي اشرف غني د دعاء په حالت او همدارنګه حج د اداکولو انځورونه هم نه يوازي خپاره کړي دي همدارنګه يې دخپل حج اعلان وکړ.

که پښتانه څېړونکي د اشرف غني دغه الفاظ ښه سم سره وشني او ښه ژور يې پسي وڅېړي دخورا ژورو تعبیرونو بوی يې ځي.
دغه پورته شعار ياني مسجد، ښوونځی او ارګ د افغانستان دشلمي پېړۍ په تاريخ کي کله نا کله سره ليري سوي او کله نا کله بيا سره نيژدي سوي دي.
خوهر سياسيتوال يا ايډيالوژۍ که کورني ول يا بهرني چي د افغاني ټولني ددغه بنسټونو څخه سرغړولی دی او يا يې لږ او ډېر تهديد کړي دي
نو پښتني ټولني يې په يوه سوک دوديرش غاښونه ورايستلي دي. د افغانستان دخلک ډموکراټيک ګوند يې يو ډېر لوی قرباني و، تردې چي خپل نوم يې لا واړاوه اود وطن ګوند نوم يې پر ځان کښېښود. ددغه ګوند اکثرو مشرانو پر خپلو جبران نه منونکو تېروتنو په وازه خوله اعترافات وکړل. خود پښتني ټولني ټکر يې بېخ ور وايست او دبخښني ځای ورته پرې نه ښود. بله ژوندۍ بېلګه يې اوسنۍ ګوډاګۍ دغلو پښتون دښمنه دکابل فاسده واکمني ده چي دتيرو دولسو کلونو راهيسي د افغاني ټولني سره په مجموع کي او په ځانګړې توګه دپښتني ټولني سره په مخامخ ټکر او جنګ کي واقع ده. چي په دغه ډول پاته کېدو يې دپايښت تصور هم نه سي کېدای.
خو داسي ښه سم دم څرګنديږي چي لوېديځوالو د افغاني ټولني نبض ښه سم درک کړی دی. په تېره غربيانو د پښتنو سره ديوې لسيزي خونړي جنګ تجربو اوشرموونکي ماتي وروسته دپښتني ټولني په پېژندنګ اوتعريفولو کي خورا ډېره مرسته ورسره کړې ده.
چي بېله دغه پورته درو يادو سويو بنسټونو څخه يې په افغانستان کي هيڅ سياستوال سم تبارز نه سي کولای.
د ټاکنو په درواغجنه ډرامه کي درواغجن نوماندان يو هم د اشرف غني په ډول علمي شاليد نه لري.
د اشغال سوي افغانستان په سياست کي ددغه ډول سياسي اسلام شعار تر يو ځايه د پرنګيانو دبدنام پاکستاني ګوډاګي محمدعلي جناح دسياست سره يوشی مالوميږي. ځکه چي هغه هم په اصل کي سياستوال نه و يو حقوقپوه و چي انګرېزانو دسياسي اسلام دسياست دنده په لاس ورکړه. که څه هم محمد علي جناح دځينو په قول دسياسي اسلام په لوبه کي بريالی راوخوت. خو ځيني څېړونکي دجناح برياليتوب دسيمي او هندوستان د خپلواکۍ دمبارزينو او سياستوالو بې کفايتي بولي چي دښمن ته يې زمينه برابره کړه.
که څه هم د سياسي اسلام ددغه لوبي برابر شپېته کاله تېر سوي دي. او دسيمي په سياسي غورځنګونو کي خورا ډېر بدلونونه راغلي دي. خو په افغانستان کي دسياسي اسلام دغه ډول لوبه او شعارونه دا لومړی وار دی چي ديوې يرغلګري امپراتورۍ له خوا دخپل يو اکاډميک ګوډاګي پر لاس پلې کوي.
خو توپېر يې دا دی چي دپرنګيانو امپراتورۍ دهندوستان دخپلواکۍ دمبارزينو دټکولو لپاره مسلم ليګ وزېږاوه ځکه مبارزينو د اسلام په نامه سياست نه کاوه بلکي د ازادۍ په نامه يې کاوه. خو د اوسنۍ امريکايي امپراتورۍ په وړاندي مبارزه کوونکي دسياسي اسلام په نامه مبارزه کوي. اشرف غني غوندي دسياسي اسلام زده کوونکی د افغاني ټولني د سياسي اسلام ژبه او هغه اصطلاحات هم سم نه سي ويلای چي پر عامه ذهنيت څنګه اغېزه لري. ځکه د اشرف غني ټوله خبري علمي اوسره پېوند خبري دي چي ديو عام افغان تر درک لوړي دي.
خير، دکابل واک ته رسوانګ او د درواغجنو ټاکنو توجه کوانګ خو د امريکايي امپراتورۍ خپل کار دی چي خپل کوم نوماند مريي دکابل د واک پر ګدۍ کښېنوي. خو دسيکولر سياستوالو پر لاس دسياسي اسلام شعارونه دغرب په نازولي پاکستان کي چلېدلای سي نه په افغانستان کي. هغه دپرنګيانو خبره ايټ ايز ټو لېټ ناو(It is too late now)
دټاکنو په دغه درواغجنه ډرامه کي دپښتنو ګډون دپښتنو په لا نور تاوان تماميږي. ډاکتر اشرف غني واک ته رسېدل به د امپراتورۍ د لا پياوړتيا، دلږکيو غني کول،دپښتنودټکولو او روانو نادودو تحول او دوام به وي. ترټولو خطرناکه خبره به دپښتنو په ټاکنو کي د لږ برخي اخيستني سلنه په افغانستان کي دټولو پښتنو د نفوس پر شمېر حساب او د پښتنو سره ددغه ناروا ظلم چي اوس دکابل ادارې مشروعيت ورکړی دی. دغه تش په نامه مشروعيت او بې انصافي به لاپسي غني سي.
په دغه نو يرغلګر دخپلو جنايتونو او روان اشغال دپايښت په نيت ددغه تش په نامه ټاکنو له لاري په افغانستان کي دجنګ د اوږدولو او سولي پرضد دسيسه کوي چي برخه نه پکښي اخيستنګ يې سل په سل کي دپښتنو او افغانستان په ګټه دی. ترڅو چي د روان مقاومت سره دسولي سمي خبري سوي نه وي او سياسي اوضاع نه وي رازېږېدلې جنګي حالت په سياسي حالت نه وي اوښتی په دغه ډول حالت کي په ټاکنو کي هغه څوک برخه اخلي چي شخصي ګټي تر ملي ګټو ورته مهمي وي.