کور / تازه خبرونه / د کندهار چمن د رېلګاډۍ پر لين او د پاکستان پر ۱۰۰ بورسونو خبري وسوې

د کندهار چمن د رېلګاډۍ پر لين او د پاکستان پر ۱۰۰ بورسونو خبري وسوې

نن په کندهار کي د پاکستان جنرل کونسل کندهار والي ته د سليم ساغر په نوم يو تن د خپل لومړي سکرټر په توګه معرفي کړ.
د پاکستان کونسل فرمان الله يوسفزي او سليم ساغر له کندهار والي سره د ده د کار په دفتر کي چي پخوانى مرستيال ښاغلى غلام لئيق هم ورسره و، وليدل. فرمان الله يوسفزي وويل، تر دې وروسته به په کندهار کي سليم ساغر د کونسل د لومړي سکرټر په توګه دنده اجرا کوي. يوسفزي د خبرو په دوام وويل، هڅه به وکړي چي په نژدې راتلونکي کي د کندهار لپاره ١٠٠ تحصيلي بورسونه تخصيص کړي. ده زياته کړه، ياد تحصيلي بورسونه به د ولايتي ادارې په واک کې ورکول کېږي.

يوسفزي دغه راز وويل، له چمن څخه تر کندهار پوري د اورګاډي د پټلۍ غځېدل هم يوه له ډېرو مهمو پروژو څخه ده، چي په ٢٠٠٦ مېلادي کال کي ډيزاين سوې ده، هڅه به وکړو چي دغه پروژه هم پيل سي.

نوموړي وويل: “پاکستان ته د افغانستان د شمال له لاري د برېښنا مزي غځېدل هم د دواړو هېوادو پر همکارۍ لوى تاثير کوي، چي له مخي به يې يوه درېيمه برخه برېښنا افغانستان ته هم ورکول کېږي.”

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سليم ساغر ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، د افغانستان او پاکستان دوستي د دواړو هېوادو د ثبات او امنيت لپاره ډېره مهمه ده. والي زياته کړه: “د کندهار او چمن تر منځ د اورګاډي پټلۍ به د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره لويه اسانتيا رامنځته کوي او دوجانبه سوداګري به نوره وده وکړي.”
کندهار والي زياته کړه، د پاکستان او افغانستان دوستي نه يوازي د دواړو هيوادونو پر سوداګرۍ اغېز کوي، بلکي د دواړو هېوادو سياسي اړيکي هم ټينګيږي.