دخوست ولايت مقام په مياشتنۍ پرمختيايي غونډه کې دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لارې دټولنيز خونديتوب په چوکاټ کې د٢٤٤ميليونه ،٧٦٥زره او ٤٠٠افغانيو په ارزښت ٨ دکارموندنې او دماين پاکۍ پروژې درايو په اکثريت سره منظورې اوپه تصويب ورسيدې.
دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو چارو رئيس کمال الدين ځدرآن ديادو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل نوموړي وويل چې دټولنيز خديتوب دسکتور په چوکاټ کې يې دانساني تلفاتو دکموالي اوپه بېلابېلو ټولنيزو ،اقتصادي او انکشافي برخو يې دتڼيو ،تيريزيو ،ګربز ،نادرشاه کوټ ،ځاځي ميدان ،شمل ،متون او مندوزيو په ولسواليو کې دماين پاکۍ شپږ پروژې پلان کړې دي چې ټول پرې ٢٣٣٣٣٦٤٠٠دوه سوه درې ديرش مليونه ،درې لکه شپږديرش زره څلورسوه افغانۍ لګښت راځي .
همدا شان نوموړي وويل چې داسماعيل خيلو او مندوزيو په ولسوالۍ کې يې دسولې دولايتي کمېټې په مالي تمويل سره دموبايل جوړونې ،موټر سايکل جوړونې او دبرق دلين غځولو دوې پروژې هم په پلان کې نيولې دي ،کمېټې ته يې وړانديز وکړ چې يادې ټولې پروژې تصويب کړي ځکه ګټورې او دکارموندنې په برخه کې مهمې دي.
پرمختيايي کمېټه په يادو پروژو باندې هراړخيز بحث وکړ تربحث وروسته يادې پروژې منظورې شوې اړونده مسوولينوته لارښوونه وشوه چې دپروژې په تطبيق کې له دقت او شفافيت څخه کار واخلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه