د ملي امنیت منسوبینو ۱۰ ورځي وړاندي د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو اړوند څلور وسله وال له یو شمېر وسلو سره یو ځای نیولي دي.
نیول سوو څلورو تنو وسله والو طالبانو د قومندان ملاجبار تر مشرۍ لاندي د همدې ولایت د میوند او خاکرېز ولسوالیو په مربوطاتو کي پر افغان او ایساف ځواکونو ټروریسټي او انفجاري بریدونه کول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.