کور / تازه خبرونه / زابل چارواكي:خلک په راتلونکو ټاکنو کي پراخ ګډون کوي

زابل چارواكي:خلک په راتلونکو ټاکنو کي پراخ ګډون کوي

دزابل امنیتي چارواکو دیوې غونډې پرمهال وویل چي ددې ولایت خلګ به په راتلونکو ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي، دوی وايي په سیمو کې يې دټآکنو او ټاکنیزو مبارزو دپاره امنیتي تدابیر نیولې دي، بل لوري ته بیا ددې ولایت دټاکنو خپلواک کمیسیون رېیس وايي چي تردامهاله پورې دټاکنو په پروسه کې هیڅ ډول ستونزه نلري او دټآکنو دپاره پوره چمتووالی لري

دټاکنو په اړوند دعامه پوهاوي غونډه چي نن په مرکز کلات کې جوړه شوې ول، پکې دلسګونو میرمنو ترڅنګ خلګو ګډون کړی وو.
دیادې غونډې پرمهال ددې ولایت والي الحاج محمد اشرف ناصري وايي دتیروټاکنو په پرتله به داځل ددې ولایت خلګ په ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي ځکه دهغه په خبره امنیتي ځواکونو دټاکنو او ټاکنیزو مبارزو دپاره پوره امنیتي تدابیر نیولي دي اوتردامهله پورې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نده رامنځ ته شوې.
ښآغلي ناصري همداراز پرمیرمنو ږغ وکړ چي دکومې ویرې پرته په ټاکنو ګډون وکړي او دهغه په خبره هیچا ته به اجازه ورنکړي چي په ټاکنو کې ګډوډی رامنځ ته کړي او یاهم دیوځانګړې نوماند دپاره کمپاین وکړي.

پرهمدې مهال دزابل دټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي امر ښآغلی محمدهاشم درانی دټاکنو دپاره دپوره چمتوالي خبره کوي، دښآغلي دراني په خبره دامهال ددوی دعامه پوهاوي کارکوونکي په ټولو ولسوالیو کې خلګ وټاکنو ته رابولي او ترډیره حده خلګ دټاکنو په ارزښت پوهیدلې دي.

په زابل کې کې دټاکنو په اړوند دعامې پوهاوي غونډه پداسي حال کې ترسره کیږي چي اوس هم ددې ولایت په لیرو پرتو ولسوالیو کې دټاکنو په اړوند نه پوهیږي او دخلګو په خبره باید دټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو سیمو کې دټاکنو په اړوند دعامه پوهاوي غونډې ترسره کړي