په میدان وردګو ولایت کې د افغان ـ ترک لیسې ته د جذبولو په موخه له ۱۰۴
تنو زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه .
دغه ازموینه،چې د میدان ورګو ولایت د پوهنې په ریاست کې د شنبې په ورځ د
یو سلو څلور تنو هغه زده کوونکو څخه واخیستل شوه،چې د دغه ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې له نهم ټولګي څخه لسم ټولګي ته له لومړۍ څخه تر پنځمې درجې پورې بریالي شوي وي .
د افغان ـ ترک لیسه،چې ډېر ژر به په کې تدریسي چارې پیل شي،له یادو یو سلو څلور تنو څخه به اتیا تنه،چې لوړې نمري ولري،د یادې لیسې په لسم ټولګیو کې به جذب شي.
د یادې ازموینې پرمهال د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي فضل الرحمن طارق وویل : د افغان ترک لیسه کې به د بریاليو زده کوونکو لپاره د لیلیې،لوبو ځای او نورو سهولتونو سربیره،مجهز لابراتوار او دکمپوټر او انټرنیټ زدکړې ټولګی به هم ولري .
دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې وړاندې د یادې لیسې لپاره د ښوونکو او
اداري پرسونل د جذب په موخه له ګڼ شمېر کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه