کور / تازه خبرونه / د اوو پرمختيايي پروژو کار پيل سو

د اوو پرمختيايي پروژو کار پيل سو

په میدان وردګو ولایت کې د نږدې لس میلیونه افغانيو په مالي لګښت د اوو
پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې .
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په پنځه حوزو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست د ثبات پروګرام د اته میلیونو او څلور سوه زرو افغانیو په مالي لګښت د اوو پرمختیایي پروژو چارې نن ( شنبه) په یاده ولسوالۍ کې پیل شوې .
په یادو پروژو کې چې،درې داوبو ذخیرې او د دوو استنادي دیوالونو جوړول او د دوه کانالونو بیا ترمیم کول شامل دي،د درې میاشتو په موده کې به یې د جوړولو چارې بشپړي شي.
په دغه پروژو کې چې،چارې د یادې ولسوالۍ د درې سوه تنو اوسیدونکو لخوا
ترسره کیږي،په بشپړېدو سره به ترې د جلریز ولسوالۍ لس زره پنخه سوه
یوشپیته نارینه او ښځینه اوسیدونکي ګټه واخلي .
په همدې موخه په جوړولو شویو مراسمو کې د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله د
خپلو خبرو په ترڅ کې د پروژو د پلي کولو پرمهال د ولسونو د همکارۍ د ژمنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه،چې د دغه ولایت دوالي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په ځانګړې پاملرنې سره به دغه ولسوالۍ ته یو شمېر نورې پرمختیایي پروژې هم د پلي کولو په موخه راوړي .