په لغمان ولايت کي د قرغیو ولسوالۍ په چهارباغ بازار کې د دوکانونو مخته چې د ولایتي شورا د دریو نوماندانو دفترونه په کې دي یو لاسي بم چاودلی چې دفترونو ته یې لږ مالي زیان اړولی.
د لغمان ولايت ولايتي مقام د پېښي پخلي کوي او واى چي په اړه ئې دوه شکمن کسان نيولي چي اوس ورڅخه پوښتني کېږي.