د لوګر امنيتې چارواکي وايې چې په دې ولايت کې ديرش د رايې اچونې مرکزونه تر لوړ امنيتې ګواښ لاندې دي او ددغو ګواښونو د راکمولو لپاره يې ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې له ملي اردو سره په ګډه عمليات پلان کړي .
د لوګر د امنې قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زی وايي ،چې دغه عمليات به په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي چې له دې سره به د لوړ ګواښ لاندې مرکزونه عادي حالت ته راوګرځي .
نوموړی وايي چې پخوا په ټول لوګر کې پنځه ديرش مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې وو چې د امنيتې ځواکونو په هڅو سره د پنځو مرکزونو ګواښ راکم شوي .
اسحاقزي په ټول لوګر کې د پنځه اتيا سلنې ښو ټاکنو ډاډ ورکوي خو وايې چې په ازره ،څرخ ،خروار او برکي برک ولسوالي کې اوس هم د ټاکنو پر وړاندې امنيتې ګواښونه شته .
په همدې حال کې د لوګر والی نياز محمد اميري هم په دې ولايت کې د رڼو ټاکنو په ترسره کيدو ټينګار کوي او وايې چې د تيرو ټاکنو په پرتله د خلکو ليواليتا زياته شوې ده .
اميري زياتوي چا ته اجازه ورنکړي چې د کوم مشخص نوماند په ګټه له دولتي امکاناتو ګټه واخلي تر څو رڼې ټاکنې ترسره شي .
که څه هم چارواکي د امنيت پوره ډاډ ورکوي خو هيوادوال د ټاکنو په اړه له نا امنيو اود ټاکنو په پروسه کې د درغليو څخه ډاډ نلري دوی وايي چې دا ځل به هم د تيرو ټاکنو په څير په لرې پرتو سيمو کې د زورواکو له خوا د رايې صندوقونه ډک شي .