افغانستان د پاريس له كنفرانس څخه د ۱۷ ميليارډه ډالرو د مرستي ژمنه ترلاسه كړه.
د پاريس نړيوال كنفرانس چي له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په غرض جوړ سوى دئ، په لومړۍ ورځ يې له افغانستان سره د پنځه كلن پرمختيايي پلان د پلي كېدو دپاره د نړۍ د بېلا بېلو هيوادونو له خوا د ۱۷مليارډه ډالرو د مرستي ژمنه وسوه.
د دې مرستو تر ټولو درنه ونډه د امريكا د متحده ايالاتو ده، چي د ولسمشر بوش د مېرمني آغلي لارا بوش له خوا د پنځو كلونو په جريان كي د لس اعشاريه دوه ميليارډه ډالرو ژمنه وسوه.
انګلستان دوهم مقام لري چي ۱۲۰۰ ميليونه ډالره، آسيايي بانك ۱۳۰۰ ميليونه، نړيوال بانك ۱۱۰۰ ميليونه، كاناډا ۶۰۰ ميليونه، جرمني ۴۴۰ ميليونه يورو، جاپان ۵۵۰ ميليونه، او استراليا ۲۵۰ او عرب اماراتو هم ۲۵۰ ميلونه ډالره مرسته اعلان كړه.
د فرانسې جمهور رئيس نيكولاى سركوزى چي د كنفرانس لومړى وينا وال و، په راتلونكو دوو كلونو كي يې د افغانستان د بيارغوني په چارو كي د ۱۶۵ ميليونه ډالره مرستي اعلان وكړ.
تر ښاغلي سركوزي وروسته د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزى دوهم ويناوال و چي په تېرو څو كلونو كي يې د افغانستان د پرمختګ او د حكومت په وړاندي د پرتو خنډونو لنډه يادونه وكړه او له نړيوالو څخه يې د خپل هيواد دپاره د ۵۰ ميليارډه ډالرو مرستي غوښتنه وكړه.
د افغانستان د ماليې وزير پوهاند ډاكټر انورالحق احدي چي هم په دې كنفرانس كي يې ګډون كړى، د كنفرانس تر ختمېدو وروسته وويل تمه كېږي چي سبا به هم د نړۍ يو شمېر هيوادونه له افغانستان سره خپلي مرستي اعلان كړي.
ښاغلى احدي وايي دوى د افغانستان د پنځه كلن پرمختايي پلان د پلي كېدو دپاره د ۳۰ ميليارډه ډالرو په شاوخوا كي د مرستو تمه لري.