کور / تازه خبرونه / په کابل کي د يوه باندني خبريال پر وژلو تبصرې

په کابل کي د يوه باندني خبريال پر وژلو تبصرې

په کابل کd د يوه باندني خبريال پر وژلو تبصرې
ګڼو لوېديځو ورځپاڼوپه کابل کې د يوه بهرني خبريال پر وژلو تبصرې کړي دي.

واشنګټن پوسټ د دې پېښې په اړه ويلي، چې د نيلس هارنر وژنې په افغانستان کې بهرنيانو ته د خطر په اړه د يوه نوې احتمالي څپې وېره زېږولې ده.

د سويډن د ايس ار راډيو خبريال نيلس هارنر د سې شنبې په ورځ په کابل کې ووژل شو او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نظر دې پېښې د افغانستان په مرکز کابل کې بهرنيانو ته د خطر په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، نليس هارنر دقيقاً په هغه سيمه کې ووژل شو چې په جنورۍ کې ۲۱ تنه افغانان او بهرنيان وژل شوي ول.

د ورځپاڼې له ليکنې سره سم دواړو پېښو په کابل کې نړيوالې ټولنې ته ټکان ورکړ خو د هارنر وژل کېدا په دې خاطر هم ځوروونکې وه چې په رڼا ورځ وشوه او له بلې خوا يو ژورناليست و.

د بريتانيا ګارډين او انډيپنډنټ ورځپاڼو هم په همدې پېښه ليکنې چاپ کړي.

ګارډين ليکلي، چې هارنرد سويډن راډيو يو پېژندل شوي خبريال و چې پخوا يې هم په افغانستان کې کار کړي و او دا ځل تازه يعني د يکشنبې په ورځ بيا دې ښار ته ورغلي و.

ورځپاڼه وايي چې د هارنر د وژلو عامل نه دي څرګند ځکه چې د طالبانو ويندوي ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبان په دې پېښه کې لاس نه لري.

هارنر لبناني رستوران ته، چې د جنورۍ په مياشت کې وسله والو طالبانو پرې بريد کړي و، تللي و چې هلته د ژغورل شويو کسانو له خولې د پېښې په اړه د راپور لپاره معلومات ټول کړي.

انډيپنډنټ ورځپاڼې بيا ليکلي چې د سويډني راډيو خبريال نيلس هارنر، چې د بريتانيا تابعيت يې هم درلود، د کابل په داسي سيمه کې ووژل شو چې د ديپلوماتانو د هستوګنې مېنه ده.

ورځپاڼې د هارنر وژنه له دې درکه هم د توجه وړ بللې چې په څه کم يوه مياشت کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات کېږي او ښايي دا د حالاتو د نارامولو او د لوېديځوالو د نښه کولو لپاره د هڅو پيل وي.

خو په کابل کې د افغانستان د تحليل ګرانو د شبکې غړې کېټ کلارک وايي چې لا ډېر وختي دي چې څوک ووايي دا به په کابل کې پر لوېديځوالو د حملو د څپې پيل وي ځکه چې دا بريد په خپل ډول کې بې ساري و او طالبانو يې مسووليت په غاړه نه دي اخيستي.