کور / تازه خبرونه / د روداتو په اولسوالۍ کي د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډه وسوه

د روداتو په اولسوالۍ کي د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډه وسوه

د ننګرهارپه روداتو ولسوالۍ کې د نغلو قومي شورا سلګونه غړو د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني په ملاتړ پراخه غونډه وکړه.
په غونډه کې یوشمېردیني عالمانو،قومي مخورو،د ولایتي شورا غړو او ګڼو ځوانانو برخه اخیستې وه.
د نغلو د قومي شورا مشر ملک ننګیالي پخپلو خبرو کې وویل:د ډاکټرغني ملاتړ ځکه کوو،چې نړیوال عالم او شخصیت دی،په وینو او فساد یې لاسونه نه دي سره او پخپلو کاري دورو کې یې د افغانستان ثبات او پرمختګ ته خپل اخلاص او ظرفیت ثابت کړی دی.
وروسته یوشمېر نورو قومي مخورو ډاکټرعبدالواسع الکوزي،عبدالغني بادار،د تګاب کمپ مشرجان آغا،دیني عالم مولوي روح الله عابد،د ننګرهار د ولایتي شورا غړي محمد ایوب ملک بابا ،د همدې شورا بل غړي او په ننګرهارکې د ډاکټرغني د کمپاین ولایتي مسول نصرت الله ارسلا او د ننګرهار ولایتي شورا ته نوماند عبدالقهارقدیر پخپلو خبرو کې د ډاکټراشرف غني پراهدافو او کاري طرحو خبرې وکړې.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د نغلو شورا له مسولینو مننه وکړه،چې په داوطلب ډول له خپلو امکاناتو څخه د بدلون او دوام ټیم د بریالیتوب لپاره کمپاین کوي.
د یادونې وړ ده،چې د ختیځ زون په هرولایت کې د زون د عمومي دفتر ترچتر او همکارۍ لاندې هره ورځ د مختلفو قشرونو سلګونه تنه د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړکوي.