کور / سياسي / “افغان ولسمشر دامريکا په خوښه ټاکل کيږي”

“افغان ولسمشر دامريکا په خوښه ټاکل کيږي”

دپښتون مېشتو ولاياتونو د اطرافو زيات اوسيدونکى اوس هم په دې اند دي چي د افغانستان جمهور رئيس د امريکا په خوښه ټاکل کېږي او زموږ رايې بې مانا او کومه پايله نه لري.
د اطرافو زيات شمېر اوسيدونکې هغه طبقه خلک دي چي د تعليم له ستر نعمت څخه بې برخې پاته سوي دي او ذهنيت ئې داسي جوړ دئ چي دافغانستان هرڅه د امريکا په لاس کي دي، بيله امريکا ناشونې ده چي دافغانستان جمهور رئيس دي دافغانانو په رايو وټاکل سي.
تيرو څو وروځو کي مي د اطرافو له ډېرو کسانو سره وکتل او له هغوئ څخه مي په دې اړه پوښتني وکړې چي ايا راتلونکو ټاکنو ته خوشبينه ياست او غواړئ چي په ټاکنوکي برخه واخلئ او تراوسه پوري په اطرافو کي د رايې ورکولو کارتو لړۍ څنګه روانه ده.
دوئ ئې په جواب کي په زغرده راته وويل ياره ته عجب ښه سړى ئې په افغانستان کي به هغه سړى پاچا کېږي چي هغه د امريکا خپل سړى وي دا زموږ رايې بې مانا دي دا نهاکه افغانان خطاباسي او نه ټولو خلکو کارتونه اخستي دي ځکه چي موږ اميد نه لرو چي دا پروسه دي دافغانانو د رايې په ورکولو سره بريالۍ سي.
يوازي دا نه چي په اطرافو کي خلک داسي منفي ذهنيت لري بلکي په ښارکي هم زيات خلک داسي ذهنيت لري او نه غواړي چي په ټاکنو کي برخه واخلي خو يو شمېر ئې بيا بل ذهنيت خپل کړى او وايې چي موږ په دې خاطر رايه نه ورکوو که چېري دافغانستان جمهور رئيس هرڅه ګناوي کوي نو په ګناوو بې موږ ورشريکان يو ،نو څه ضرورت دي چي نهاکه داخرت بار درندوو .
په افغانستان کي خصوصا په پښتني سيمو کي د زياتو خلک ذهنيت د ټاکنو په اړه غلط دي چي وايې دامريکا په خوښه دافغانستان جمهور رئيس ټاکل کېږي او زموږ رايې کومه پايله نه لري،د دا ډول ذهنيت په وړاندي دافغانستان دټاکنو خپلواک کميسون دا دنده لري چي خلکو ته دعامه پوهاوي په برخه کي کار وکړي ترڅو دا منفي ذهنيت دخلکو له ذهن څخه ليري کړي او ټوله خلک ودې ته وهڅوي چي رايه ورکړي.
اما تراوسه پوري دټاکنو کميسون دخلکو د اذهان روښانه کولو له پاره کوم خاص کار نه دي کړى چي ترڅو دا منفي نظرله منځه څخه يوسي او خلک په دې وپوهوې چي ستاسو رايه دافغانستان راتلونکى سرنوشت ټاکي او دا ستاسو کوم نظر چي دئ دا غلط دي تاسو بايد ټوله رايه ورکړئ او خپل سرنوشت په خپله وټاکي ستاسو سرنوشت ستاسو په خپل لاس کي دي نه دامريکا په لاس کي دي او نه هم دنورو باندنيوهيوادو په لاس کي دي.
دافغانستان دټاکنو دخپلواک کميسون څخه دا غوښتنه کوو چي له يوې خوا څخه ټاکنو ته لږ وخت پاته دي له بلي خوا څخه مو دخلکو اذهان په سمه توګه نه دي روښانه سوي او اوس هم منفي فکر لري او درايه ورکولو څخه ډډه کوي نوپه دې برخه کي دوي بايد جدي ګامونه واخلئ ترڅو دا منفي نظر له منځه ليري کړي او خلک ټوله ودې ته وهڅوې چي په ټاکنو کي ګډون وکړي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي.