دترکي ژبي په نړيوالوسياليوکي يو افغان ځوان څلورم مقام خپل كړ.
دغه سيالي د١١٠ هيوادونو ترمنځ څوورځي وړاندي دترکيه هيواد په پلازمينه انقره اواستانبول ښارکي ترسره سوې .
پدغوسياليوكې له يادسووهيوادونوڅخه ٥٥٠ تنوزده کوونکو ګډون کړي وو،
چي يوازي ٧ تنه يې افغان زده كونكي وو .
په دې سياليو کي دکندهار ولايت دافغان ترک نړيوالي لېسې څخه ګډونوال احمد شاکر عزيزي په ترکي ژبه کي دخاص مهارت درلودلوپه برخه کي ٤ مقام وګاټه اودمانسيون مډال يي د وياړلي افغانستان په برخه کړ
دښاغلي عزيزي په وينادترکي ژبي په دغه نړيواله سيالي کي ده زده کوونکوڅخه دهمدي ژبي دبيلابيلو برخوازمويني واخستل سوې چې پكې ګرامر ، شعر ،خبري کول ، مقاله ليکل اوداسي نوري برخي شاملي وي .
عزيزي زياته وي چې افغان زده کوونکي په دي بريالي سول چي له ١٣ برخو څخه په٢ برخو ګرامر اومقاله ليکنه کي په نړيواله سطحه لمړي مقام خپل اودسروزرودمډالونوپه ترلاسه كولوسره دخپل هيوادملي بيرغ د ١١٠ سيالوهيوادونوپه منځ كې ورپوي .
دترکي ژبي نړيواله سيالي هرکال دترکيې هيواد په پلازمينه انقره کي په لاره اچول کيږي چي دنړي بيلابيل هيوادونه پکښي برخه اخلي .
په تيرو٢ کلونو کي هم افغانستان په دغه سياليو کي ګډون کړي چي په پرلپسي ډول يې دواړه کلونه دکندهار زده كونكو دنړي په کچه دلمړي مقام ګټلي
تركيه يوله هغوهيوادنوڅخه ده چې دافغانستان په ښونيزډګركې ډيرفعاله بلل كيږي .
په افغانستان كې دافغان ترك لېسوزده كونكي ددولتي ښونځيودزده كونكوپه پرتله ډيربااستعداده پيژندكيږي .
په افغان ترك لېسوكې دتركې استادانوله لوري تدريس كيږي اوټولي روزنيزي چاري يې په نړيوال معياربرابري وي .