کور / تازه خبرونه / كندهار:ددهلې دبندپرځاي په زابل كې پرنوي بندڅېړنه كيږي

كندهار:ددهلې دبندپرځاي په زابل كې پرنوي بندڅېړنه كيږي

دكليوودبيارغاوني اوپراختياوزارت په كندهاركې ديوسلواواوه دېرش ميليونه افغانيوپه مالي لګښت اوه شپيته بيلابيلي پروژې ترسره كوې .


دغه پروژې په  كندهار،زابل ،نيمروز،اووروزګان ولايتونوكې ترسره كيږي .


دكليودبيارغاوني اوپراختياوزيزپه يوه خبري ناسته كې وويل چې په نويوپروژوكې دچښاك دپاكواوبو،سړكونو،روغتيايې كلينكونو،اودكانالونوپاكول شامل دي .


دكليودبيارغاوني اوپراختياوزيزاحسان ضياددغوپروژوتړونونه له سيمه يزوشوراګانواوساختماني شركتونوسره لاسليك كړل .


ددهلې دبندپروژه چې په كندهاركې له ترټولوسترې پروژې څخه ګڼل كيږي اوس يې درغاونې دلمړي پړاوچارې ددكليودبيارغاوني اوپراختياوزيزارت په چوكاټ كې كې پيلېدونكې دي .


 دكليودبيارغاوني اوپراختياوزيراحسان ضياوايې چې دكاناډاهيواددپنځوس ميليونه  ډالروپه مرسته به  دپرژې لمړني پروګرامونه  چې دبندددروازې خلاصول  ،برېښناديوې شبكې جوړول اوكانالونوپاكول شامل دي پيل سي .


احسان ضيازياته كړل چې ددهلې دبنددكانالونوپه پاكولوسره به دارغنداب ،ژړۍ ،پنجوايي اوځينونورووالسواليوله لس زره هيكتاره څخه زياته كرهڼيزه ځمكه خړوبه سې .


نوموړي زياته كړل چې په دوهم پړاوكې به دشاه ولي كوټ والسوالۍ دځمكه واكودزيان په نظركې نيولوسره ددهلي دبندديوالونه هم سي .


پخواتردې ددهلې دبندنږدې ځمكه والواندېښنه لرل چې دديوال په لوړولوسره به يې باغونواودكرهڼې ځمكې ته زيان واوړې خودكليودپراختياوزيروايې چې دې خبري ته ټوليزه پاملرنه سوې اوهغه كاربه ترسره كړي چې له زيان څخه پرته ګټورتمامه سي


احسان ضياوويل چې دولت لاله وړاندي يوې تخنيكې ډلي ته دنده سپارلي چې ديوه  نوي بندپرجوړېدو تحقيقات و كړې .


په وينايې چې نوي بندبه په زابل كې جوړسي چې دايوه اوږدمهاله پروژه ده .
دكليودبيارغاوني اوپراختياوزيزارت دكاناډاهيوادپه كندهاركې دگڼوپروژوتمويلونكې وباله .
دغه وزارت وايې چې دكاناډاهيواددمالي مرستې په مټ به په سپين بولدك والسوالۍ كې هم ګڼي پروژې پلي كړې چې دچښاك دپاكواوبوسيستم به يې په سركې شتون ولري .


په كندهاركې دنننيولاسليك سويو٦٧ پرمختيايي پروژو سره سم په لوي كندهاركې دكليودبيارغاونې اوپراختياوزارت دپروژوشمېر ٥٧٢ ته رسېږي چې له دې جملې څخه د ٢٨٤ پروژو کار بشپړ شوى او پر پاتې نوروباندي يې کار روان دى.