کور / سياسي / ځوانان په ټولنه کې د پرمختگ، بدلون او سمون سمبول

ځوانان په ټولنه کې د پرمختگ، بدلون او سمون سمبول

موږ په دې پوهيږو،چې هر وګرى دخپلې ټولنې دپرمختګ په لاره کې دروندمسؤليت لري،چې څرنګه کولاى شو،چې موږ دغه وروسته پاتې ټولنه ،چې دهرډول پرمختګونو څخه بې برخې ده اوپه څه ډول موږ توانېدلى شو،چې همداغه ټولنه ددنننۍ عصر ي نوي ټيکنالوژۍ څخه برخمنه کړو.
هرڅوک ،چې په کومه سيمه اوياپه کومه ساحه کې موقعيت لري ،نو همدغه شخص ددې سيمې له هرډول ستونزو او مشکلاتو څخه خبر او ددې ستونزو دحل لپاره په ډېرې اسانۍ سره يې لارې چارې پيداکولاى شي له هغې چاڅخه ،چې دوى له دې سيمې څخه په لرې واټن کې موقعيت لري .
زما په اند،چې په ټولنه کې دروند مسؤليت لري يوازې يوازې هغه دکار ځوانان يا هڅاند ځوانان دي ،چې دوى خپلې مټې په ډېرشجاعت سره رانغاړي ،ترڅو دوروسته پاتې ټولنې لپاره هغه اړين پلانونه،چې دوى يې په خپلو ذهنونو کې لري او يا دوى په خپلوذهنونو کې فکرپرې کوي که هغه هرځوان دى ،چې په کومه رشته کې کار کوي او يا په کوم کاروبار کې يې خپل ځان مصروف ساتلى دى .
پرځوانانو ځکه په دې ليکنه کې ټينګارکوو ،چې ځوانان دټولنې هغه مهم قشر بلل کېږي،چې دوى تل دخپل هېواد او سيمې له ستونزواوناخوالوڅخه ځانونه خبروي دوى تل په دې لټه کې وي ،چې په کوم ډول به ددې شته ستونزو اوناخوالو لپاره دحل لارې چارې پيداکړو اوڅرنګه به دغه بدبختۍ ددې ټولنې څخه ليرې کړواو دخلکوترمنځ دښو اړيکوپه درلودلو سره په کوم ډول ،چې په ټولنه کې ورته اړتيا ليدل کيږي يوتربله وروري ، دوستي او يووالۍ سره به ټوله ټولنه سره همغږي کړو.
نو ځکه موږ په زغرده ويلى شو،چې ځوانان دټولنې دملا دتير حيثت لري ،که چېر ته خداى مه کړه کوم انسان دملا د تير ستونزه ولري ، نونا ممکنه خبره ده ،چې دغه شخص دې په عادي ډول حرکت وکړاى شي ، حرکت به کوي ،خوله زياتوستونزوسره به مخ وي.
که چېرې زموږ ځوانان سره همغږي نه وي يو تربله دورورۍ په شان په خپلومنځونو کې اړيکې ونه لري اوخپل ځانونه په همدې نننۍ عصري ټيکنالوژۍ سمبال نه کړي ،نو امکان نه لري ،چې زموږ په ټولنه کې به دغه ځوانان څه مثبت بدلون راولي .
اونه به دغو ځوانانوته دچاهيله اواميدپيداشي ،چې موږ خوهم په خپله ټولنه کې ځوانان لرو پرمختګ،خوڅه کوې، چې همداغه ځوانان به ددې ټولنې دخلکوداوږ بار ګرځي.
که ځوانان خپل دروند مسؤليت ونه پيژني ،چې ايا زما لپاره په دې اړين وخت کې څه ته اړتيا شته اوزه بايد په اوسني وخت کې څه وکړم .
دوى بايد خپل ځانونه دکتاب اوقلم سره ملګري کړي اودخپل ځان سرفکروکړو ،چې زه بايدپه کوم وخت کې مطالعه وکړم او په کوم وخت کې له خپلو ملګرو سره ناسته پاسته وکړم اوهره ثانيه دخپل عمر سره دمحاسبې په ډول دځان سره ياد وساتي ،چې زه بايد دخپل هېواد دابادولو اوجوړولو لپاره يوداسې شخص جوړ شم ،چې دغه وران ويجاړ افغانستان به زما پرمټ له دې تورو تيارو څخه د رڼا معشل اودهررنګ پرمختګ څخه به يې برخمن کړم.
هرکله ،چې ځوانان خپل مسؤليتونه درک کړي،نوبې له شکه وتلي خبره ده ،چې نه يوازې افغانستان بل کې دنورو بهرنيو هېوادونو دابادولو په لټه کې به زموږ دغه خړ پړ افغانان برخه اخلي.