کور / سياسي / موږ څه غواړو؟

موږ څه غواړو؟

د دریمي نړۍ د هیوادونو پر اکثریت سیاسیونو ځکه ډیر باور نسي کیدای، چي دوئ تر ملي ګټو و روابطو ته ډیره ترجیح ورکوي.افغانستان ورځ تر بلي حساسو پړاونو ته سترګي خلاصوي، هغه ملتونه چي نن سبا په هره برخه کي خپلواک دي، هغوئ د ناخوالو پړاونه پاس کړي.
ما چي د افغانستان د ناخوالو بنیادي ستونزي څېړلي، له سره مو کور د مذهب،ژبي،سیمي،قوم اوقبیلویت په اور کي سوځل کیږي. هغه ولسونه چي په پورتنیو ستونزو کي راګير وي،هغوئ د افغانانو په شان داسي سره خوري لکه د ګورچینجي! نو د هیواد ابادي بیا کله امکان لري؟ تر ټولو بیا دا موضوع هغه وخت ډیره خطرناکه او ځورونکې سي، کله چي لوستي او مخور رجال په دې مردار ګرداب کي په څرخ سي. دا یوه ثابته خبره ده، هغه کسان چي د خپل فکر محصول او ملي برنامه ونلري، بیا نو د هغوئ لپاره بېله فاشیزم څخه بله لاره نه پاته کیږي. په افغانستان کي د ۱۳۹۳ کال انتخابات بیخي رانژدې دي، څوک تصور کوي چي افغانستان به تباه سي،څوک وايي انتخابات وختي لاسوي او څو بیا د مرګ ګواښونه کوي، خو د افغانانو لپاره مهمه داده چي ښه مشر ولري او په وطن کي د خپلو بچو سره په ارامه یوه ګوله تر ستوني تېره کړي. کله چي د امریکا په متحده ایالت کي یوه سپین سرې د سهارپه نه جبرانېدونکي یخ کي راوځي او خپله رایه کاروي،ځکه هغه پوهیږي چي زما یوه رایه کېدایسي په امریکا کي بدلون راولي نو خود به په امریکا کي هرڅه نارمل وي! که ټوله افغانان پر دې قانع او زمینه ورته مساعده سي چي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هرکس د دې وطن لپاره سرنویشت ټاکونکی کیدایسي، بیا نو زموږ ستونزه تر ډیره حلیږي.
ما چي ولایتي شوراګانو او ولسمشریزو نوماندانو برنامې شعارونه او خبري اورېدلي، د اکثریت هغې پرژبي، قوم او سیمي باندي راچورلي!؟ سړی داسي فکر کوي چي ټوله هیڅ سیاسي او ملي برنامه نه لري.
موږ څه غواړو؟
افغانان د اتنیکي ستونزو په واسطه ډیر په اور کي لولپه سول، موږ نور قبیلوي او ژبني تفرقې ته اړتیا نه لرو، موږ نور له بېسوادو تر پزي راغلي یوو! زموږ لپاره هغه کس مهم دی چي د پرګنو لپاره د امنیت،کار،تعلیم،یوالي،عامه پوهاوي او ښه ژوند زمینه برابروي. نور هغه سیاستونه ناکام دي خو که بیا هم لږ اثر لري زه د همدې لیکني له لاري پر خپلو دوستانو ږغ کوم چي، نور ژبي،قوم او سیمي ته ترجیح مه ورکوئ، هغه کس خپل نماینده او زعیم وټاکئ، چي د وطن او ستاسو د ائینده اولاد دښه ژوند ښکلی تصویر ترسیموالی سي، هغه چاته رایه ورکړئ چي په خیانت،فساد او نورو جنایتونو تورن نه وي. که مو دا کار وکړ بیا به خپلو هیوادنیو،سپېڅلو ارمانونو ته ورسیږئ.
زه باور لرم چي ځیني لوستونکي به زما په اړه د تمسخر خندا وکړي او وايي به چي ته له حالاتو دقیق پوه نه يې، زه دا منم چي یو دم اصلاحات په افغانستان کي په هیڅ صورت ممکن ندي، خو که په دا نژدې ټاکنو کښي موږ تر خپله وسه هاند وکړو، موږ به راتلونکو ۵ کلنو ته یوڅه د ستونزو حل کړی وي، د ټولو مشکلاتو حل یوې تدریجي مبارزې او قربانۍ ته اړتیا لري.
زه یوځل بیا ټینګار کوم که ټوله افغانان (نارینه او ښځینه) په انتخاباتو کي ګډون وکړي اوخپله رایه په صحیح ډول استعمال کړي، موږ به د یوه اباد افغانستان په لور قدم ایښئ وي.
د افغانانو د ویښتیا په هیله