خوست ولايت مقام په دغه ولايت کې دټاکنو په تړاو دشکايتونو داوريدو دکميسيون دولايتي کمېشنرانو دکارپيل دازادو اوشفافو ټاکنو لپاره داسې ګام بولي چې دازادو ،عادلانه او شفافو ټاکنو له بهير سره به اساسي مرسته
وکړي او دډيرو هغه درغليو مخه به ونيسي چې ځينې کړۍ يې دترسره کولو پلان لري.
دشکايتونو داوريدو او څيړنې ولايتي کمېشنران به دټاکنو دقانون په رڼا کې داړونده کميسيون له تګ لارو او طرز العلمل سره سم خپلې ورسپارلې شوې دندې سرته ورسوي او دهغه ميکانيزم به اساس به کار وکړي کوم چې دشکايتونو
داوريدو او څيړنې لپاره جوړ شوى دى.
په خوست کې محلي حکومت په بشپړه توګه دازادو ،شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کيدو لپاره دټآکنو دولايتي کمېسيون سره په هره برخه کې همکار دى اوپه دې تړاو يې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دعامه پوهاوي اغيزمن
پروګرامونه ترسره کړي هم دي.
همداشان دولايتي ادارې رهبري ټولو ملکي او امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې چې دټاکنو دپروسې دبرياليتوب او شفافيت په تړاو دجمهوري رياست دعالي مقام د٧٧او٧٣ګڼو فرامينو داحکامو جدي رعايت وکړي او هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړي چې ددغه ملي پروسې دشفافيت او بريا په وړاندې خنډونه ايجاد کړي.
دټاکنو دپروسې او بهير په تړاو دهرډول شکايت اوريدل او څيړل ددغه ملي پروسې له بريا او شفافيت سره ګټوره مرسته کوي اوپه دې سره دولسي باور پربنسټ ديموکراتيک بنسټونه نور هم پياوړي کيږي اود ډيرو ننګونو مخه نيول
کيږي که چيرې ددغه ولايت کوم وګړى دکوم کانديد په اړه شکايت لري او دشکايتونو داوريدو دکميسيون له ولايتي کمېشنرانو سره يې په خپل وخت شريککړي ،دټاکنو پايله به ډيره مثبته او واقعي کسان به ولس ته دخدمت په موخه
وټاکل شي.