کور / تازه خبرونه / طالبانو د انتخاباتو پر ضد د شديد غبرګون خبردارئ ورکړ

طالبانو د انتخاباتو پر ضد د شديد غبرګون خبردارئ ورکړ

طالبانو نن د يوې اعلاميې په خپرلو سره د راروانو ولسمشريزو ټاکنو سره مخالفت څرګند کړی دی او خبردارئ يې ورکړی دی چي د انتخاباتو اړوند مرکزونه او اشخاص به خپل هدف وګرځوي.
په اعلاميه کي ويل سوي چي د افغانستان ولسمشر د خلکو په رايه نه بلکي د سي آی اې او پنټاګان په دفترونو کي ټاکل کېږي.
اعلاميه خبردارئ ورکوي چي خلک دي ځانونه د انتخاباتو له دفاترو،درایې اچولوله مراکزو دعوتي غونډو او کمپاينونو څخه لرې وساتي.
بله خوا د کورنيو چارو، ملي دفاع او ملي امنيت چارواکي ولس ته په راتلونکو ټاکنو کي د امنيت تامينولو ډاډ ورکوي.
بله خوا سياسي کارپوهان راتلونکي ټاکني چي تر يوې مياشتي لږ وخت ورته پاته دی د افغانستان لپاره تر تېرو دوو دورو مهيمي بولي.