په زابل کې دښځو نړیوالې ورځې دلمانځلو په مناسبت چي دسیکا نړیوالې مرستندويي ادارې په مالي مرسته جوړه سوې ول، پکې میرمنو پردولت او ددې ولایت پراوسیدونکو نیوکه وکړل چي ددې ولایت میرمنو ته يې پاملرنه نده کړې.
دوی وايي دیوخوا څخه يې ددولت وسله وال مخالفین تحدیدوي او بل پلو بیا زیات شمېر کورني اوس هم ښځي دتعلیم او دخپلې خوښې ژوند کولو څخه راګرځول کیږي او په زور باندي دلوړولورتراخیستلو وروسته واده کیږي.
دوی وايي اوس دیوشمیرکورنیو دخوا څخه پرښځو باندي دپخوانیو رواجونو په زور تپلو سره ښخې ځان وژنه اوکورڅخه تیښتي.
دوی همداراز وايي افغان دولت اونړیوالې ټولنې په تیرو ۱۲ کلونو کې ودې ولایت کومه ځانګړې پاملرنه نده کړې او اکثره میرمنې اوس هم په غربت ګې ژوند کوي او دافغان دولت دجدي پاملرنې غوښتنه کوي.
دوی وايي ددې ولایت میرمنو دنورو کلونو په پرتله درایو ورکولو زیات شمېر کارتونه اخیستې اوداځل به په ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي.
دغونډې پرمهال ددې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی بیا وايي چي دکورنیو چارووزات څخه يې منظورې اخیستلې او په ۱۳۹۳ کال کال به یوه میرمن دامنیه قومندان دمرستیال په توګه وټاکې ترځو پدې ولایت کې دمیرمنو دحقوقو څخه لانوره هم ننګه وشي.
په زابل کې میرمنې پداسي حال کې دنورو کلونو په پرتله دتاوتریخوالې دپيښو دزیاتوالي خبره کوي چي یوازي په روان کال کې د۳۰ په شاخوا کې دمیرمنو په وړاندي دتاوتریخوالي پيښې ثبت شوې دي.