کور / سياسي / پروپاګانډا (Propaganda )

پروپاګانډا (Propaganda )

پروپاګانډا یوه لاتني کلمه ده (Propagamda Fida,de) چې معنا یې تبلیغ، اړيکه، او د خیال او فکر تغیرول دي، چې د یوه دولت، سیاسي ګوند او فرد له خوا په لاره اچول کیږي ترڅو وکولای شي خپل سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزې موخې لاسته راوړي. د پروپاګانډا اصلي موخه سیاسي تبلیغات دي چې لاندې دوه ډولونه لري:

لومړی سپین تبلیغات:
دا هغه تبلیغات دي چې د ډلییزو چاپي او تصویري رسنیو، سیاسي ګوندونو او خلکو په وسيله ترسره کیږي چې دا ډول پروپاکانډا یا تبلیغات مثبتې پايلې لري. ویلی شو چې له بده مرغه زمونږ په هېواد کې په لسګونو راډیوګانې، چاپي، او تصویري رسنۍ (تلویزونونه) چې د ډېرو کلونو راهيسې د پردیو تبلیغات کوي، چې کابو ټولې خپرونې یې زمونږ دین، شعور او فکر په زيان دي.

۲- تور تبلیغات:
په دې برخه کې د دولت هغه ډله او ارتباطي وسایل راځي کوم چې دولت يې په لاس کې لري او د دې وسایلو په وسیله کوښښ کوي چې خپل دښمن په سیاسي ډګر کې وځپي، چې دې ته رواني جګړه هم وایي. د بېلګې په توګه پانګوالي (کپیټلېزم) او اشتراکیت (کمونېزم) چې د سړې جګړې په مهال کې یې کوم رواني تبلیغات په مخ وړل.

زمونږ د وطن تاریخ ته په کتو سره ویلی شو چې دې (رواني جګړې) پر افغاني ټولنه کې ډېرې منفي اغېزې لرلې، چې د افغانستان د پنځه زره کلن لرغوني تاریخ یو نه هیرودنکی څپرکی دی چې پاڼې یې د افغانانو په وینو سرې او ویاړونه یې د دوی په برخه دي.
د تاریخ په اوږدو کې پروپاګانډېستانو، سیمه ایزو استثمارګرو ځواکونو تل دا هڅه کړې چې د افغانستان دولت له منځه یوسي او د هېوادونو له کتاره یې وباسي، نو دوی بې شمېره پیسې، وسلې او وسیلې وکارولې ترڅو په دغه ټولنه کې بې اتفاقي، بدمرغي او د پرديتوب احساس راپیدا کړي.

له څلوېښت کاله را په دې خوا پروپاګانډا (سیاسي تبلیغاتو) په افغاني ټولنه کې بې شمېره منفي اغېزې درلودلې او دا ټولو ته څرګنده شوه چې زمونږ هېواد تل د پردیو د لاسوهنو او سیاسي ډلو د مشرانو د بې کفایتۍ او ځینو هېواد پلورنکو اشخاصو د ناوړه چلند له امله وران او ویجاړ شو. د دې په پايله کې زمونږ پر وطن تل سیاسي نظامونو واکمني وکړه او دغو نظامونو په بهر کې خپل لاس پوڅي جاسوسان په یو او بل نوم زمونږ د وطن د تباهۍ لپاره تیار کړل، او د اسلامي تنظیمونو په چوکاټ کې یې په خوځښت راوستل او د خپلو بادارنو په لمسون یې د وطن په ورانولو او د خپلو وطنوالو په وژلو لاس پورې کړ، چې ټول اسلامي معیارونه یې تر پښو لاندې کړل، او بلآخره زمونږ د کلتور او تاریخ د تخریب او ړنګېدلو سبب شول.

سیمه ایزو او استثمارګرو ځواکونو زموږ د وطن د ورانولو او بدنامولو لپاره د دغو تنظیمونو په مرسته ګډ تبلیغاتي (پروپاګانډستي) کارونه تر سره کړل، چی د هغې په پايله کې د دوی هغه زیان کاره فعالیتونه ډېر بریالي شول، او همدارنګه یې افغان وګړي په مختلفو نومونو لکه کمونست، ملحد، مجاهد، وهابي، جمعيتي، حزبي، اخواني، خلقي، پرچمي، مکتبي، پښتون، تاجک او هزاره په نومونو له مینځه یوړل او بې شمېره علماء، پوهان، استاذان او منورین یې تر خاورو لاندې کړل او د دې ترڅنګ یې افراطیت او ترور ته وده وکړه، چې بلآخره یې زمونږ وطن د جهل او نادانۍ تورې تیارې ته ورټېل واهه، د دې زمینه یې برابره کړه چې نړيواله ټولنه افغانستان ته د مداخلې لپاره را کش کړي.

که چېرې په یو بهرني هېواد کې کوم وګړی د بل هېواد په ګټه او لمسون د خپل هېودا د ملي ګټو په ضد ودریږي نو هغه د اساسي قانون د ماتولو په خاطر کېدای شي په دار وځړول شي او یا په تلپاتې بند محکوم شي خو بدبختانه زمونږ وطن کې د پردیو د حاکمیت له کبله داسې غداران نه یواځې چې محاکمه کیږي نه، بلکې امتیاز ورکول کیږي، چې همدغه جنایتکاران د بهرنیانو په لمسون څلوېښت کاله په خوا د خپل هېواد په ورانولو او د بې ګناه خلکو په وژلو لاس پورې کړی ؤ او دوی د دې جنایاتونو په بدل کې په مشهورو قومندانو او امیرانو بدل شول او ملي سرمایه یې خپله شخصي دارایي وګرځوله او ځان ته یې شانداره ژوند برابر کړی او مزې پرې کوي.

موږ افغانانو دا هیله لرله چې خدای (ج) به داسې ورځ راولي چې د افغانستان د جګړې ټول کورني او بهرني سیاسي او جنګي جنایتکاران محاکمه شي او د خپلو کړنو سزا وویني خو داسې و نه شول. همدارنګه افغان ولس او په تېره بیا د جګړې قربانیان د دوی له کړنو او چلند څخه ډېر سخت خواشیني دي او لاس په دوعاء دي چې خدای (ج) دې دغه جنایاتکاران چې د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ اصلي مجرمین بلل کیږي د خپلو کړنو په سزا ورسوي.