کور / سياسي / مدنې سرغړونې/ لومړی برخه: تعريف او پيژندنه

مدنې سرغړونې/ لومړی برخه: تعريف او پيژندنه

مدنيت ( Civilization) د بشر د ژوند د زياتو ارزښتونو ساتونکی دی، کله چې وګړې د طبيعي حالت څخه راووتل او ټولنيز او سياسي ژوند يې پيل کړ، له همغه وخته د مدنيت غوړيدنه هم پيل سوه. همدارنګه کله چې وګړو د طبيعي قوانينو پر ځای ځانونه وضعي قوانينو او د لا قانونه واکمنۍ پر ځای ځانونه دولت او سياسي ټولني ته وسپارل له همغه وخته مدني ټولنه هم راپيل سول. نو ځکه روسو وايې : د هغي ټولني وګړې چې د طبيعي حالت پر ځای يې ځانونه قانون او دولت ته سپارلي وي، هغې ټولني ته مدني ټولنه ويل کيږي. نو مدني ټولنه د انسانانو هغي ټولني ته ويل کيږي، چې وضعي قوانين ور باندي واکمن وي او دولت او حکومت يې مشرتوب پر غاړه لري. که چيري وګړې په طبيعي حالت کې وي او د طبيعت د قوانينو پر لاره روان وي، هغو ته بيا مدني وګړې نسو ويلای، ځکه چې د مدنيت شرط پر ټولنه د وضعي قوانينو پلي کيدل دي.
همدارنګه ارسطو هم انسان ټولنيز حيوان بللی دی او په ټولنه کې يې نغښتی ګڼلی دی، دده په آند هغه څوک چې په ټولنه کې ژوند نه کوي، هغه يا تر انسان لوړ وي او يا کښته، نو ځکه انسان لکه څرنګه چې ټولنيز پيدا سوی دی بايد په ټولنه کې ژوند وکړي او د ټولنيزو قواعدو تابع وه اوسي.
انساني ژوند د ټولني روح دی، انسان د ټولني بنسټګر دی او د انساني ژوند بنسټ د ټولني پر پيدايښت ولاړ دی. نو مدني ټولنه هم د انساني ژوند د پرمختګ او پياوړتيا په ترڅ کې منځته راغله. کله چې انسان د غارمېشتي حالت څخه ټولنيز حالت ته را واوښتۍ او ټولنيزو قواعدو ته يې سر ټيټ کړ، د هغه څخه وروسته د مدنې ټولني لومړنۍ بڼي رامنځته سوي. مدنې ټولنه اوس پر دوه ډوله پېژندل کيدای سي:
(۱)- هغه ټولنه چې د طبيعي قوانينو پر ځای دولت او وضعي قوانينو ته تسليم سوي وي هغه ټولنه چې قانون پکښي واکمن وي او سياسي بنسټونه او د وګړو حقوق يې ټاکلي وي.
(۲)- په ټولنه کې درې پوړه يا ساحي ليدل کيږي، لومړی ساحه واکمنان دي، چې دولت او سياسي ټولنه ورته ويل کيږي او په ټوليز ډول ((عمومي ساحه)) ورته ويلای سو، دوهم پوړ يا ساحه کورنۍ دي، چې د خلکو ځانې يا خصوصي ژوند دی او ((خصوصي ساحه)) ورته ويلای سو، درېيمه ساحه د عمومي ساحي او خصوصي ساحي ترمنځ ساحه ده، چې سياسي ګوندونه، ډلي، شوراګانې، او نور بنسټونه پکښي شامل دي، چې همدي ساحي ته ((مدنې ټولنه)) ويلای سو. نو پدي مفهوم سره مدنې ټولنه د دولت او کورنۍ ترمنځ منځګړې ده، چې موخه يې د دولتي قدرت مهارول او د خصوصي افرادو د ګټو ساتل دي( ).
په اوسنې وخت کې مدنې ټولنه زياتره وخت په دوهم مفهوم سره کارول کيږي، يانې د دولت او کورنۍ ترمنځ منځګړو بنسټونو ته ويل کيږي.
لکه څرنګه چې دولت د ټولنيز تړون د آند پر بنسټ پر خلکو باندي واکمني د خلکو لخوا تر لاسه کړيده او خلکو هم ددي لپاره دولت ته خپل سياسي واکونه ورکړل، چې په ټولنه کې نظم راولي او فردي حقوق وساتي. دولت او سياسي واکمنان هغه وخت بريالي ګڼل کيږي، چې کم حکومت او زيات چوپړ وکړي. د حکومت او سياسي واکمنانو لپاره اړينه ده، چې د اوامرو د صادرولو پر ځای را ولاړ سي، د خلکو په منځ کې ددوی په بڼه، ددوی لپاره د خدمت ټټر وټکوي. هغه حکومت بريالی دی، چې چارواکې يې د زياتو امرونو پر ځای زيات کار وکړي.
کله چې حکومت او سياسي واکمنان خپلي دندي په سمه توګه ونه رسوي او يا د ولس ګټو ته يې د ځانې ګټو لپاره پلانونه جوړ کړي وي، يا هم داسي قوانين پلي کوي، چې د ملي ګټو پر ځای د واکمن پوړ او يا بلي ډلي ګټې وساتي ديته مدنې سرغړونې ويل کيږي. نو مدنې سرغړونې په حقيقت کې هغه شعار او تلنلاره ده، چې په ټولنه او حکومت کې اصلاحات راوستل غواړي، مدنې سرغړونې انقلاب او اوښتون ته زمينه نه مساعدوي، بلکي هغه روانې نيمګړتياوي او نا همږغۍ چې د حکومت او وګړو ترمنځ شتون لري، د هغو د اصلاحاتو لپاره ګامونه پورته کوي. بيا هم په لاندي ډول د مدنې سرغړونې ځېني تعريفونه کولای سو:
د مدنې سرغړونې په اړه نامتو امريکايې فيلسوف ((جان رالز)) داسي تعريف وړاندي کړی دی (( هغه ظاهري، سوله ييزه او وجداني کړنې، چې موخه يې د قوانينو او يا د حکومت د سياستونو بدلون وي )). دی زياتوي چې مدني سرغړونې بايد د دولت د بې عدالتۍ څخه سرچېنه واخلي، ټول هغه امکانات چې برياليتوب ته څوک رسوي هغه بايد په کار واچول سي او داسي صحنه بايد جوړه نسي، چې داساسي قانون سره په ټکر کې وي او يا هغه په خطر کې واچوي.
د پورته تعريف او د مدنې سرغړونې د مانا څخه داسي جوتيږي، چې عدم تشدد يا نه تاوتريخوالی د مدنې سرغړونې بنسټيزعنصر ګڼل کيږي، په مدنې سرغړونې کې بايد د سوله ييزو لارو څخه څوک خپلو موخو ته ورسيږي او هغه لارې چې تشدد او تاوتريخوالی منځته راوړي، مخه يې ونيول سي. نو ويلای سو، چې مدنې سرغړونې اصلاح غوښتونکی، سوله ييز، تمدني، مسؤلانه او غيري انقلابي اقدام او حرکت دی.
هر ډيموکراټيک حکومت د قانون پر بنسټ چلن کوي او خپلي ټولي کړنې د قانون سره سمي پر مخ بيايې، نو لکه څرنګه چې په ټولنه کې د قوانينو پلي کول او ټولنيز نظم ساتل د خطا سره مل دی او په زياتو برخو کې خطاګانې او اشتباهات منځته راځې نوځکه ډيموکراټيک حکومت بايد مدنې سرغړونې اقدام په قانوني بڼه ومني، د مدنې سرغړونې حرکت هڅه کوي، چې په ټولنه کې د حکومت لخوا خطاګانې په ګوته کړې او ټولي هغه کړنې چې فردي حقوق او ازادۍ تر پښو لاندي کوي منعه کړي. نو د مدنې سرغړونې اقدام يوازي په قانوني حکومت او قانوني ټولنه کې شونۍ دی. هغه ټولنه چې قانون پکښي واکمني نلري په هغې ټولني کې د مدنې سرغړونې حرکت هيڅ اغيز نسي درلودلای.
په ډيموکراټيک نظام کې حکومت مصلحتي بڼه لري، حکومت پر خلکو بابايې نه کوي، بلکي د خلکو د چوپړ لپاره شپه او ورځ کار کوي. د ډيموکراټيک حکومت قوانين خلک د بيري او ترس په خاطر نه مني، بلکي د عامه ګټو او حقوقو د ساتلو په موخه د هغو درناوۍ کوي. که چيري حکومت ځېني داسي قوانين جوړ کړي چې يوازي د سياسي واکمنۍ د ټينګښت لپاره وي او د خلکو د ګټو او حقوقو لپاره ځانګړې پاملرنه نه وي سوي، نو خلک حق لری چې د هغه قانون څخه سرغړونه وکړي او پر ځای يې د اصلاحاتو لپاره مبارزه وکړي. نو مدنې سرغړونه هم همدا ده چې د حکومت د سياستونو او قوانينو پر وړاندي په سوله ييز او نه تاوتريخوالي سره مبارزه او را پورته کيدل دي. بيا هم وايو چې پدي ډول حرکت کې د تشدد او تاوتريخوالي څخه کار نه اخيستل کيږي، بلکي هره کړنه او ګام بايد د عدم تشدد د اصولو پر بنسټ وي.
ډيموکراټيک حکومت هم بايد د مدنې سرغړونې اقدام د زور زياتې او قهر پواسطه ونه ځپي بلکي د هغو سره د قانون او ډيموکراټيکو ارزښتونو پر بنسټ عمل وکړي، په ډيموکراسۍ کې سياسي واکمني د خلکو د ارادو زيږنده ده خلک د سياسي قدرت بنسټيزه سرچېنه ده، خلک د خپلو رايو پر بنسټ سياسي قدرت د دولت مشر ته سپاري او بيرته کولای سي چې همدا امانت د هغه څخه واخلي. خلک د لنډمهال لپاره ولسمشر ټاکې تر څو ددوی خدمت وکړي نه پر دوی باندي حکومت.
مدنې سرغړونه د عدم تشدد د زياتو مخکښانو لخوا منل سويده، ګاندي پدي آند و، چې مدنې سرغړونه د هر فرد حق دی، هر فرد کولای سي، چې د حکومت کړنې او قوانين ومني او يا يې رد کړي، خو کله چې د مدنې سرغړونې اقدام کيږي، بايد قانوني ثبوت د ځان سره ولري، يانې د قانون يا سياست هغه نيمګړتياوي چې دی يې را پارېدني ته هڅولی دی، د ځان سره د ثبوت په بڼه وړاندي کړي او د غوره دلا يلو او ځواکمنو ثبوتونو پر بنسټ مدنې سرغړونه کولای سي.

نور بيا