کور / تازه خبرونه / سرنوشت:د ښځو له حقونو سره سیاسي چلند کېږي

سرنوشت:د ښځو له حقونو سره سیاسي چلند کېږي

سرنوشت:د ښځو له حقونو سره سیاسي چلند کېږي

د کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت او په هیواد کې د امنیتي مسایلو په اړه مقالې او تبصرې ليکلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي څرګندونې راخیستي چې؛ ویلي یې دي، د حامد کرزي حکومت د ښځو د حقونو په تامینولو کې کامیابه نه و.

په مطلب کې د فرانز میلبن له قوله راغلي؛ د افغانستان حکومت ښځو ته د احترام په سترګه نه ګوري او د جنسي تېریو او نورو اخلاقي جرایمو عاملینو ته جزا نه ورکوي.

ښاغلي میلبن ویلي، د افغانستان راتلونکی حکومت باید د ښځو د حقونو د تامین لپاره لا ډير کار وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ د ښځو له حقونو سره لا هم پروژوي او سیاسي چلند کیږي.

په مقالې کې راغلي، ځینې کړۍ په افغانستان کې د ښځو د حقونو شعارونه د خپلو شخصي او سیاسي ګټو د خوندي کولو لپاره پورته کوي.

سرنوشت ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه له افراط او تفریط څخه هم کار اخیستل کیږي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، په ځینو سیمو کې ښځو ته هغو اساسي اسلامي حقوق هم نه دي ورکړل شوي او په ځینو نورو کې بیا ښځې داسې حقوق هم غواړي چې؛ د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې د ښځو د حقونو په اړه د جمهور رییس حامد کرزی څرګندونې راخیستي.

په ورځپاڼه کې د ولسمشر د وینا، دا خبره په غټو ټکو کې لیکل شوي چې؛ ویلي یې دي، له ښځو سره تاوتریخوالی باید په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

په مطلب همداراز د ښاغلي کرزی له قوله راغلي چې د ښځو بنیادي پرمختګ د پوهنې په ترلاسه کولو سره کیدای شي.

محور:

محور ورځپانې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي؛ د جنګ له لیکو د طالبانو تیښته زیاته شوې ده.

په مطلب کې د ځینو سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی ذکر شوی راغلي؛ د منځنۍ کچې طالبان او سرګروپان یې د جګړې لیکې پریږدي او ایران او سعودي عربستان ته د مزدورۍ لپاره ځي.

ورځپاڼې لیکلي د ګرځندوی ځینې شرکتونه وايي چې؛ په روان ژمي کې یې یو شمېر طالبان د عمرې په ویزې سعودي عربستان ته لیږلي چې بیا هلته پاتې شوې دي.

په مطلب کې راغلي د طالبانو د منځنۍ کچې جنګیالي ځکه جګړه پریږدي چې؛ یو خو په خپلو کې اختلافات لري او بل له جګړې ستومانه شوي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پاکستانیو طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان استخباراتي شبکې “ای. اس. ای” ویلي چې؛ له پاکستانیو طالبانو سره به مذاکراتو د پرمخ بولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

ویسا لیکلي، د پاکستان د اردو مقاماتو پریکړه کړې چې؛ له پاکستانیو طالبانو سره د مذاکراتو سرپرستي به د “ای. اس. ای” شبکې ته سپاري.