کور / تازه خبرونه / کندهار والي د جامع عمر د رغېدو چاري وکتلې

کندهار والي د جامع عمر د رغېدو چاري وکتلې

کندهار والي نن تر غرمې وروسته په دغه ولایت کي د عمر بن خطاب مسجد جامع له ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه. د کندهار والي تر څنګ ښاروال قاضي محمد عمر عمر هم ګډون درلود.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د دغه مسجد جامع د لیدني پر مهال ټينګار وکړ چي د دغي لويې مسجد جامع د جوړېدو چاري دي بشپړي سي. کندهار والي زیاته کړه، باید ژر تر ژره يې د رغېدو چاري بشپړي سي، تر څو ياده جامع د لمانځه د فريضې ادا کولو وړ وګرځي.
ښاغلي ویسا دغه راز په عمر جامع کي سوي کارونه وستايل او ويې چي په لوړ کيفيت يې ساختماني چاري دوام لري. د جامع ساختماني انجنېرانو کندهار والي ته وویل، په ډېر لنډ وخت کي به د جامع ټولي چاري بشپړي سي او د خلکو پر مخ به د لمانځه د ادایني لپاره چمتو سي.
دا په داسي حال کي ده چي عمر بن خطاب جامع د افغانستان په سطحه لویه مسجد جامع ده چي د جوړېدو چاري یې له ډېر وخت راهيسي دوام لري