دکندهار يو شمېر اوسیدونکو د يوې غونډي پر مهال د کاندید محمد نادر نعیم له کاندیداتورۍ ملاتړ اعلان کړ
نوموړي چي د شنبې په ورځ کندهار ولایت ته راغلی وو دلته يي په جوړه سوې غونډه کي له کندهاریانو وغوښتل چي دده د کورنۍ د مشرانو د قرباني په نظر کي نيولو سره هغه ته رايه ورکړي
په دغه غونډه کي ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید محمد نادر نعیم خلګو ته د خپلي ټاکنیزو موخو د بیانولو پر مهال وویل که چيري کامیاب سي نو د خپلي کورنۍ د مشرانو محمدظاهر شاه او سردار محمد داود خان په څير به افغانستان ته خدمت وکړي.
هغه له کندهاریانو وغوښتل چي دده د کورنۍ د مشرانو د قربانیو په خاطر دي دده رایه ورکړي
په ورته وخت کي یوشمېر قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال له نادر نعیم څخه ملاتړ اعلان کړ
او هغه يي د افغانستان په اوسنیو حالاتو کي يو وړ کس وباله
باید وويل سي چي تر دې مهال د ولسمشري کاندیدانو له ډلي يوازی ګل اغا شیرزي او محمد نادر نعيم کندهار ولایت ته سفرونه کړي او خلګو ته يې خپل ټاکنیز اهداف او موخي وړاندي کړي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه