په کندهار کي د ١٤ کلنې صالحې ژوند د ٤٠ کلن تعويذګرسره څنګه تېرېږې
د کندهار ولايت د ميرويس مينې اوسېدونکي ١٤ کلنه صالحه هغه انجلۍ ده، چې په يولس کلنۍ کې يې ٤٠ کلن تعويذګر رحمت الله ته ورکړې او اوس يې د ژوند کيسه د انسان تر سترګو اوښکې تويوي.
هغه وايي، چې د ١١ کلونه وه، چې مور او پلار يې د کلي يوه تعويذګر ته د شپږ سوه زره کلدارو په بدل کې ورکړه.
هغې وويل، چې هغه مهال يې ښوونځى لوسته او پلار يې واده تر دريو کلونو پورې معطل کړى وو، خو ښوونځۍيې تر ١١ ټولګۍ پورې لا نه وه لوستې، چې په يوې نابلدې کورنۍ کې د ٤٠ کلن تعويذګر مېرمن شول.
صالحه، چې اوس يې درې مياشتې د واده کېږي وايي، چې خاوند يې عصبي تکليف لري او داسې ورځ دي نه وي، چې د وهلو ټکولو ترڅنګ دي ماته شکنجې نه راکوي.
هغه وايي: (( هغه عصبي تکليف لري، يو وار مي د شپې ساه رابانده کړي، يو سګريټ يې په خوله کې وي او بل يې په غوږ کې او ټوله ورځ په ټليفون کې ښکنځل کوي، په کور کې ځغلې او سپکي سپوري راته وايي، هغه د يوه خاوند په شان ژوند نه لري.))
هغې زياته کړه، چې خاوند يې نه يوازې دغه ستونزې لري، بلکې د شپې ځان وهي، د ځان سره خبرې کوي او په لوړ آواز نارې وهي، چې انسان د سختې بېرې سره مخامخ کوي.
اغلې صالحه وايي، چې دغه واده يې د مور او پلار د نارضايت په خاطر منلى دى، خو اوس مي هم د هغه سپين ږير توب قبول دى، نو داچې لېونى دى، نو ځکه غوښتنه کوي، چې بايد طلاق ورکړل شي.
دغه کم عمره انجلۍ وايي، چې خاوند يې خپل مور او پلار هم دباندې نه پرېږدي او که دباندې ووزي، نو حتمى د جګړې سره راځي.
ددې په وينا، چې خاوند يې بل هيڅ کاوربار نه کوي او په کلي کې خلکو ته کوډې او تعويذونه ورکوي او بيا د خلکو څخه پيسې اخلي.
هغه وايي، چې اوس د کور ټول سپک او درانه کارونه ورباندې کوي او د هغه دوې خويندې شته، خو پر کور يې ستۍ او بې واده کښېنولي.
دغه مېرمن د خاوند د سخت او د تاوتريخوالي د ډک چلند څخه درې ځله د کور څخه تښتې ته اړيستل سوې ده، خو وايي: ( زه د خپل ځان او کورنۍ د عزت په خاطر کوم بل ځاى ته نه يم تللې، بلکې د پلار کور ته تللې يم او داسې هيڅ د بدنامۍ فکر نه درلود، خو اوس د سپين ږېري تعويذګر سره ژونه نه شم کولاى.)
که څه هم ددغې انجلۍ د سخت ژوند تر ټولو ستر لاملين د هغې مور او پلار دي، خو مور يې وايي، چې دا کار د نصيب وو، خو خپله پښېمانه ده، چې دغه کار يې وکړ.
هغه وايي، چې لور يې کوچنۍ وه او په کوڅو کې د ګرځېدو پر مهال دغه تعويذګر ليدلي وه او بيا په پرله پسې توګه خپلې خويندې د مرکې لپاره راته لېږلې، ترڅو خپله لور ورته ورکړم.
ددې په وينا، چې ما ورته په ټېنګار وويل، چې لور مې ماشومه ده، خو دوى ټېنګار کاوه، چې موږ د هغې غټېدو ته انتظار کوي او ستاسو دوستۍ زموږ لپاره هرڅه ده.
دغه مور، چې اوس پر خپلو کړو پښېمانه ده وايي: (( د دوى د مرکې د منلو وروسته مې خاوند ته وويل، چې دغه دغه کس وګوره، چې روغ او جوړ دى کنه او کومه بله ستونزه خو به نه لري، خو خاوند مي د کتلو وروسته ډاډ راکړ، چې رک روغ دى او زموږ د لور لپاره وړ کس دى.))
خو د انجلۍ مور وايي، چې د درې کلونو وخت تېرېدو وروسته واده وشو او د واده په لومړۍ شپه زه پوه شوم، چې د لور خاوند يې لېونى دى.
ددې په وينا، چې د زوم کورنۍ پوهېدل، چې ورور يې عصبي تکليف لري، نو ځکه يې د واده په اوله شپه د خونې دروازه پيسې قلف کړه او خاوند يې په لومړي ورځ هم ددې لور وهلې وه.
خو د انجلۍ خاوند رحمت الله، چې په سپين اغا مشهور دى وايي، چې رک روغ دى او چمتو دى، چې د معايناتو لپاره ورسره روغتون ته ولاړ سي.
دده په وينا، چې دغه انجلۍ د کوم بل چا سره اړيکه لري او په وار وار د کور څخه تښتېدلې او بيا يې کورنۍ راباندې تور لګولى، چې لور مي ور وژلې ده، خو په اصل کې دوى پټه کړې وي.
هغه ومنل، چې يوازې سګريټ څکوي، خو ټېنګار کوي، چې ژوندى وي، نو دغې انجلۍ ته به طلاق ور نه کړي.
په همدې حال کې د کندهار د ښځو چارو رئيسه رقيه اڅګزى په دغه ولايت کې په کم عمر کې د انجونو په اجباري ودونو اندېښنه ښيي او زياتوي، چې دغه کړنې ددې لامل شوي، چې په ټولنه کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي زيات شي.
دا وايي، چې هره ورځ د ډېرو دغه ډول قضيو سره مخ کېږي، چې پر مهال يې نه يوازې نارينه بلکې ښځې هم ملامتې وي.
د ښځو چارو رئيسه د صالحې قيضه هم ددغې لړۍ يوه برخه بولي، چې د کورنۍ له لوري په کم عمر کې د ډېر ولور په مقابل کې ورکړل شوې ده.
دا وايي، چې ددغې انجلۍ خاوند په ماشومتوب کې پر سر ويشتل شوى او اوس عصبي تکليف لري، چې د کورنۍ او مېرمنې په وړاندې مسوليت هيڅ نه پېژنې.
هغه ددغې ستونزې ټوله پړه د انجلۍ پر مور او پلار ور اچوي، چې خپلې لور ته يې د يوه ښه او په عمر برابر کس په موندلو کې بې پروايي کړې ده.
هغه وايي، چې که نارينه ناروغي درلوده، نو بايد طلاق ورکړي ، ځکه يو غير سالم انسان د کورنۍ مسوليتونه نه شي درک کولاى.
د يادونې وړده، چې دغه پېښه په کندهار کې لومړنۍ نه ده، بلکې هره ورځ د ښځو چارو رياست ته کورنۍ تاوتريخوالي دغه ستونزې ورځې، وروسته يو د بل څخه د طلاق غوښتنه کوي.