٢٠٥ اتل قول اردو ډېر ژر د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي تصفيوي نظامي عمليات پيلوي.
په هغه خبري کنفرانس کي چي د رسنيو او مالوماتو په مرکز کې جوړ سوى و، کندهار والي پوهاند ډاکټر تور يالى ويسا، د ٢٠٥ اتل قل اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد، د کندهار د امنيت امر ډګروال رحمت الله اطرافي او د ټاکنو کمېسيون رئيس انجنېر عبدالهادي داوري ګډون کړى و.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، په کندهار کي د ټاکنو لپاره ٢٤٤ مراکز لري، چي بېخي محدود يې له امنيتي تهديداتو سره مخ او پاتې نور په بشپړ ډول د دولت تر ولکې لاندي دي.
والي وويل، د زون په کچه په ولاياتو کي د ګډو ملي اردو ځواکونو له لوري تصفيوي عملياتو پيلېږي. ويسا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له کانديدانو څخه غوښتنه وکړه چي د ښار په پاک ساتلو کي دي ورسره مرسته وکړي او پر دې سربېره يې د کندهار پر خلکو ږغ وکړي چي خپلي رايي استعمال او د خوښي کانديد وټاکي.
والي وويل: “ټول دولتي کارکوونکي به د ټاکنو پر مهال په مطلق ډول بې طرفه وي. د ولسمشر د ۷۷ ګڼي فرمان پر اساس ټول دولتي مسوولين او کارکوونکي د يوې رايي د استعمال حق لري، په کندهار ښار او ولسواليو کي ۲۴۴ د رايي ورکولو مراکز سته چي له جملې څخه يې بېخي محدود تر امنيتي ګواښ لاندې دي.”
والي دغه رنګه د ښځو لپاره د خاص امنيت د ټينګښت خبر ورکړ او د ټاکنو کمېسيون له مسوولينو څخه يې غوښتنه وکړه چي د رايي اچوني تر ورځي مخکي دي خپلي ټولي ټرانسپورټي او تخنيکي ستونزي حل کړي. ښاغلي ويسا وويل: “د جمهوري رياست او ولايتي شورا کانديدان دي د خپل ټاکنيز کمپاين په ترڅ کي ٤٨ ساعته مخکي ولايتي ادارې ته خپل مالومات ورکوي چي کوم ځاى ته ځي، څو کسان ورسره دي او په ټوليزه توګه دي ټول جزيات ورسره شريکوي، تر څو ولايتي اداره د دوى د امنيت لپاره پوره تدابير ولري.”
د ٢٠٥ اتل قل اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد د خبري غونډي پر مهال وويل، په زياتو ولسواليو کي يې تصفيوي عمليات کړي، چي لاسته راوړني يې وخت پر وخت له رسنيو سره شريکي کړي دي. ده وويل، په راتلونکو څو ورځو کي به د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي د “چمتو درې” په نوم د ګډو امنيتي ځواکونو په مټ عمليات پيل کړي، تر څو د ټاکنو لپاره پوره سوله ييزه فضا رامنځته کړي.
نوموړي وويل: “د دولت د لاسته راوړنو او برياليتوب راز د خلکو همکاري ده، ولس زموږ سره د پخوا په پرتله زياته همکاري کوي او ډېرى وسله وال دې ته چمتو سول چي وسله کښېږي.” ښاغلي عبدالحميد د سرحداتو پر ساتني هم زيات ټينګار وکړ.