د ختیځ زون د درېیو ولایتونو(ننګرهار،لغمان او کونړ)سلګونه قومي مخورو او ځوانانو په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین د عمومي دفتر تر چتر لاندې دفترونو کې د بېلا،بېلو غونډو پرمهال له ډاکټرمحمد اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ننګرهار:
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ لسګونه قومي مشران او مخور دولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ننګرهار په ولایتي انتخاباتي دفتر کې راټول شوي وو.
غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل شوه او ډاکټر زرعلي د پیل په وینا کې ګډونوالو ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کاري دورې په یو شمېر ګټورو پلانونو او پروګرامونو خبرې وکړې.
هغه وویل: ملي پیوستون پروګرام، د ملي امنیت د لېږد پروسه او ګڼ شمېر نور عملي پروګرامونه چې د ډاکټر صاحب له لوري پلي شوي ولسونو ته يې ګټه رسولې ده.
نوموړي وویل:که غواړو چې قانون حاکم شي، پرمختګ او برابري رامنځ ته شي، نو ټولو ته پکار ده چې د خپلو رایو په کارولو سره او د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ سره د تحول او دوام دکاروان ملګري شو.
په ننګرهار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولایتي انتخاباتي دفتر مشر او د ولایتي شورا غړي نصرت الله (ارسلا) قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې داسې ځای ته به يې نه رابولي، چې د اسلام، هېواد او ولسونو زیان پکې لیدل کېږي.
نوموړي وویل، د قانون حاکمیت او د ځوانانو په تعلیم، صحت او اخلاقو باندې پانګونه د ډاکټر صاحب یو ستر هدف دی: (( هغه به قانون لومړی پر ځان عملي کوي، د هغو مشرانو په څېر به نه وي، چې ځان ترقانون پورته ګڼي)).
قومي مشر ملک عبدالوهاب معروف خېل وویل:د ټولو هدف همدا دی، چې اشرف غني مسلمان دی، عالم دی،زموږ ورور دی، ملاتړ يې کوو، خو د خبرو په ځای به په عمل کې ځان ښکاره کوو.
یو شمېر نورو قومي مشرانو اومخورو هم په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
غونډه په دعا او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د بریا په غوښتلو سره پای ته ورسيده.
لغمان:
د لغمان د مختلفو ولسوالیو دیني عالمانو او قومي مخورو د ډاکټراشرف غني د کمپاین په دفترکې د یوې غونډې په کولو سره له نوموړي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دغه غونډه کې د لغمان د کمپاین د ولایتي دفتر مشر حاجي نورمحمد له ولسونو مننه وکړه او ویې ویل،ورځ تربلې له ډاکټرغني څخه د خلکو پراخ داوطلبانه ملاتړد هغه بریالیتوب حتمي کوي.
کونړ:
د کونړ د خاص کونړولسوالۍ لسګونه ځوانانو په کونړ کې د کمپاین په ولایتي دفترکې د یوې غونډې په کولو سره د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړوکړ.
دوی همدا شان ژمنه وکړه،چې پخپله ولسوالۍ کې به د ډاکټرغني د کمپاین لپاره داوطلبانه دفتر پرانیزي.
په غونډه کې د کونړ د ولایتي دفتر مسول ډاکټرجمال الدین له دغو ځوانانو مننه وکړه اود کونړ د ځوانانو رضاکارانه کمپاین یې وستایه.
د یادونې وړ ده،چې د ختیځ زون په هرولایت کې د زون د عمومي دفتر ترچتر او همکارۍ لاندې هره ورځ د مختلفو قشرونو سلګونه تنه د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړکوي.