کور / تازه خبرونه / زابل: لسګونه میله وسلې دډایاک پروګرام ته وسپارل سوې

زابل: لسګونه میله وسلې دډایاک پروګرام ته وسپارل سوې

ددې ولایت والي وايي یادې وسلې يې ددې ولایت له بیلابیلو سیمو څخه دعلمیلتو پرمهال ترلاسه کړې دي او دهغه په خبره چې ددې ولایت په ډیرو سیمو کې اوس هم دټاکنو او ټاکنیزو مبارزو دامنیت په موخه عملیات روان دي.
دزابل والي محمداشرف ناصري دخبریالانو سره دخبرو پرمهال وویل چې نن دملي پولیسو له لورې څخه ډآیاک پروګرام ته ۵۸ میله سپکې او درنې وسلې وسپارل شوې.
ښاغلی ناصري وايي په یادو وسلو کې پنځه میلې تومانچې ، کلاشینکوف، پیکا، راکیټ، دوه پایه دوربین، ویډیويې کامره او ۲۴ پايې ایکام مخابرې دي چي دملي پولیسو له لورې دبیلابیلو عملياتو پرمهال لاسته راغلې دي.
ښاغلی ناصري همداراز دټاکنو او ټاکنیزو مبارزو دښه امنیت په موخه ددې ولایت په ولسوالیو کې دعملیاتو خبرورکوي او دهغه په خبره دټاکنو دپاره پوره امنیتي تدابیر نیولې دي.

په زابل کې داوسلې پداسي حال کې ډایاک پروګرام ته سپارل کیږي چي ددې ولایت امنیتي چارواکو تردې وړاندي یو شمیر وسلې ډایاک ته سپارلې وې او ددوی په خبره دامنیت په کابو کولو کې يې مهم رول لوبولای ده.