سلام ځوانانو!
هیله ده ژوندي او ګړندي اوسئ!
پوهېږم چې پوهېږئ چې سیاست د معقولیت، تدبر، صبر او استقامت مسلک دی، دلته د پرېکړو او دریځونو لپاره، سړه سینه او ارام اعصاب په کار دي، احساساتي تصامیم د سیاست لپاره زهر قاتل بویه.
په سیاست کې احساسات او سپکې سپورې له هغه بریده پیلیږي چیرې چې د تعقل او منطق قلمرو ختمیږي.
په افغانستان کې دا د لویو امیدواریو بحث دی چې، خلک په ولسواکه فضا کې هم د ډموکراسۍ د زېربنا یانې انتخاباتو په باب تودې خبرې کوي، او هم عملاً په دغه بهیر کې فعال دي، خو تر څنګ یې ډېرې جدي ستونزې هم شته، چې ښايي افغانستان ولس او ولسواکۍ ته ژمن فعالان ورته متوجې اوسي، خو وارخطا نه شي او هم ملت ته د هیلو او ډاډ ور پرانیزي.
اول که دا سره منو چې په افغانستان کې د نورې نړۍ سره په توپیر، خاص استثنايي شرایط حاکم دي، نو د خپل وطن د متعهدو ځوانانو په صفت به، پر دې ټکي هم توافق سره کوو چې باید صبور، حلیم او د متقابل احترام په روحیه سرشار واوسو.
زما په باور د افغانستان بحران تر هغه ډېر ژور دی چې ورباندې ږغېږو، خو دا بحران مدیریت غواړي او د دې مدیریت مسئولیت، که غواړو یا نه زموږ اوږو ته ګوري، یوه سترګه به مو ژاړي بله به مو خاندي، د خپل کور د ستونزو جوال به په خپله په شا کوو او له دې اړخه بیا هیڅ استثايي ملک نه یو او نه به شو، چې غیبي مو ټول مشکلات خپله حل شي.
دم ګړی د ټاکنو له مسئلې سره مخ یو، او زه خوښ یم چې د ولس چلند تر ډېره بریده ورسره مسئولانه دی، او زموږ پر حال باندې دا ډېره ده، خو د ځوان قشر لا ډېرې توجه او شعوري کړو ته اړتیا شته.
دا انتخابات موږ ته په څو دلیله حیاتي ارزښت لري:
۱- دا د افغانستان په تاریخ کې اول وار دی چې، سیاسي واک د یوې قانونمندې پروسې له لارې، په سوله ییز ډول له یوه منتخب ولسمشر څخه بل ته لېږل کیږي، چې باید ټول ملت یې د سالم لېږد لپاره ملاتړ وکړي.
۲- د ۱۳۹۳ کال ټاکنو په مټ باید، د دیارلس کلنې ګړبېدلې ډموکراسۍ، د تسلسل د شلېدو مخه ونیول شي، ځکه خدای مه کړه که مو دا د رسۍ سر د بې تفاوتۍ له مخې له لاسه ووت، ګوره چې کومه پېړۍ به مو بیا سر راګرځوي.
۳- افغان ولس د کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو ضد و نقیض تمایلاتو په زمینه کې، او د بې رحمانه جنګ په سرو لمبو کې د ټاکنو بهیر ته ننوځي، د دغه بهیر د بریمن بشپړتابه مسئولیت ټول وګړي لري.
۴- هم د نړۍ د وتلو ډول وهل کیږي، او هم د سیمې سترګې راباندې سرې دي، که پر نسبتاً ولسواک حاکمیت توافق و نه کړو، نو یا به د ترخې او پاچاهۍ کیسه وي، یا هم د دیکتاتورۍ، بل بدیل نشته.
۵- له سیمې او نړۍ سره تفاهم، او د مسایلو حل ته د څه نا څه مشروع حکومت په واسطه لاره موندلای شو، نه د زورواک.
په دې باندې هم باید سر سره خلاص کړو چې سمدستي، نه ایډیال انتخابات لرلای شو، او نه هم ارماني نتایج او حکومت، بلکې دغسې یو هدف ته د رسېدو لپاره، په حوصله مندۍ سره باید موجود، ټول انارشیزم، ابهامات، ناروا لوبې، شرموونکي موقفونه او ائتلافونه برداشت کړو او تر ننه د درې نیمو لسیزو خونړیو جنګونو د تسلسل په زمینه کې دغسې یو حالت باید طبیعي وګڼو.
ملت باید ټاکنیزو مانورو ته تر هغه دوام ورکړي، چې ورو- ورو د یوه متکامل سیاسي شعور فضا ته سره رسیږو، پر دې اساس ټول ملت او وطن ته متعهد ځوانان باید خپلو خپلو کاندیدانو ته د کمپاین تر څنګ مشترک ملي نقاط سره تشخیص او وپالي، او د احساساتي کمپاین له لارې باید ملي منافع پایمالې نه کړي.
یوه جدي ستونزه چې باید وزغمل شي:
زه خپل د وطن د راتلونکې د امید په صفت ځوان نسل یوه ترخه واقعیت ته متوجې کول غواړم، چې باید له وچې ناچارۍ په معقولیت ورسره برخورد وکړو.
تاسو له موجودو ۱۱ کاندیدانو ها خوا ته، بل هیڅ بدیل نه لرئ، همدوی به منئ، او له همدوی څخه به یو منئ، که پر هر ډول در باندې راغی راغی، خو په دې غلط فهمي کې باید سره ولاړ نه شو چې ګواکې له دوی څخه هر یو، یا یو شمېر، یا آن یو یې هم مستقل او د خپل سر دی، دوی ټول د ولسمشر حامد کرزي په ګرفت کې دي، یو یې لا هم نه ځان او نه بل ځای ځنې ښورولای شي.
هغه کمپاینران چې د خپلو کاندیدانو په ملاتړ، زبردسته لویې لویې غونډې، غوړې غوړې ویناوې، سوې سوې چیغې، یو غر پر بل ویشتل ګوري، او فکر کوي چې کاندید یې کامیاب او په خپل زور کامیاب دی، نو کرزی یې سم نه دی پېژندلی، دا کهیلاړو کا کهیلاړي، دا زرنګ، دا چالاک، دا په زرو بیداریو د سیاست د هر ډګر ګټونکی، مداري لوبغاړی، دا جنګوونکی او پخلاکوونکی ماهر، دا خندوونکی او ژړوونکی ممثل، دا سره شلوونکی او بېرته ګنډونکی ډاکټر ، دا افغانستان، سیمه او نړۍ لوبوونکی سیاستمدار څومره به لا کش ورکوم، دا لوی رښتینی درواغجن او چې وروستۍ خبره یې ( سیاست چټل شی ګڼل دي) نو په اصل کې د همدغه سیاست پوخ استاد، داسې چې په تېر ۱۳ کلن زمان کې لکه فلمي ستوری، لکه افسانوي کریکټر ولوبېد. په ډراماتیک ډول یې پالیسۍ او سیاستونه سره بدل را بدل کړل، سهار یې یوه خبره وه، غرمه یې الایده دریځ، ماښام ته جلا موقف، او سبا به کاملاَ بل کرزی، او ورپسې ورځې ته به یې اټکل نه کېده، دوه کسه، دوه جریانه او دوه قطبونه یې سل واره سره وجنګول، سل واره یې سره کښېنول او سل واره نور هم دا لوبه تکرارولای شي، زه دلته د ده دچلبازیو پر ښېګڼو یا بدګڼو، بحث نه کوم، د بحث اساسي نقطه مې دا ده چې اوس افغانستان د دغسې یو واقعیت سره مخ دی، څنګه معامله ورسره کېدلای شي؟
کرزی هم په کندهار کې د پاکستان له خوا د خاورې لاندې کولو، او پر کونړ توغندۍ توغولو په مقابل کې جدي عکس العمل نه ښيي، له ایرانه د پیسو تورې کڅوړې تر لاسه کوي، په رسوايي یې شپږه هم نه خوري، او له سي آی اې څخه یې هم وهي، او د بربنډتیا په صورت کې یې په نره د وهلو اعتراف کوي او هیڅ نه پیښیږي، ناټو خو یې محافظه ده، مګر شانګهای کې هم همېشه تشریف فرما وي، دا خو یې د باندنې سیاست اور او اوبه ګډول دي، په کور دننه یې هم څه چالونه نه وه چې ویې نه چلول، شمالي ټلواله یې دربدره او خاک به سره کړه، ټوټه ټوټه یې کړه، په خپل منځ کې یې سره واچوله، د دوستۍ پر ټغر یې سره کښېنوله، د رسوايي توپانونه یې پر را والوزوله، او په دښمنۍ یې سره اخته کړه.
نن ګوره دوستم یې له اشرف غني سره فیټ کړ، کریم خلیلي یې ور کمپاینر کړ، احمدضیا مسعود یې په زلمي رسول پورې سریښ کړ، پر حزب اسلامي یې قصابي را وایسته، د حزب اسلامي حکمتیار جنګي استازي ته یې د کاندیداتورۍ حق ورکړ، د حزب اسلام ارغندیوال جیک یې تر ډاکټر عبدالله لاندې کړ، د حزب اسلامي د شوراګانو په نوم اتحاد یې د قاضي امین وقاد+ سباوون+ جمعه خان همدرد+ فاروق وردګ+ وغیره وغیره یې د زلمي رسول ور د غاړي کړل.
یو بل ښه تناسب ګوره، دوه جهادي رهبران عبدالرب رسول سیاف او امیر صاحب اسماعیل خان یې چې په خوی و خصلت، صورت و سیرت کې ښه سر سره خوري، په مبارکو څېرو او سپینو سنګینو ږیرو یې ټول وطن ځل وهي، دا یې په یوه ټیم کې سره وټکول او…
په دې خو ستاسو هم سد رسیږي، دا سردار نادر نعیم، جنرال رحیم وردګ، هدایت امین ارسلا، داود سلطانزوی او قطب الدین هلال خو بیخې په حساب کې نه راځي.
د ګل آغا شېرزي چې یې په تېره دوره کې میرویس جان په غېږ کې ورکښیناوه، نو نه یوازې دا چې په سرو سترګو یې وژړاوه، او دا یې په وویل چې دا به څه ناځواني وي چې ورېنداره او وراره مې له ارګه باسم او زه به باچا کېږم، نو په مېړانه ور ته تېر شو. دا وار چې له میرویس جان سره یې دوې خورکیانې هم ور مخته کړي، څنګه به خپل عواطف قابو کړای شي؟
قیوم کرزی
له دې سره سره چې حامد او شاه ولي له قیوم او محمود سره ځینې کورني نزاکتونه لري، خو دا د دې سبب نه شي کېدلای چې فکر وکړو، چې دوی به دومره ساده شي، چې له خپلو لویو ګټو، او پر وطن د خپلې کورنۍ له حاکمیته یې غافل کړي، ځکه که دوی رشتیا هم ترپایه داسې جدي مخالفین پاته شي، نو یو به یې هم ګټونکی نه وي، او دا کار به د سیاست د رسۍ سر د دوی د کورنۍ له لاسه خطا کړي، او زه باور لرم چې دوی دغسې محاسبه لري او پلان شوي مخته سره ځي.
قومي جرګه په هغه کې زلمي رسول ته د قیوم کرزي د تېرولو تلاښ، بیا یې له اشرف غني سره د قیوم د مجلس اراسته کول، او په دې باب اشرف غني مارشال ته استول، په آخر کې د قیوم پر خپلې کاندیداتورۍ ټینګار دا ټول د ولس په ذهنیت د لوبې یوه سیاسي مانوره وه، د مانورې بله څپه یې هم راولاړېدونکې ده، چې ورسره به یې نتیجه هم د کرزي په خوښه ښکاره کیږي. ( یادونه: دا لیکنه مې چهارشنبه سهار وکړه، ماپښین یې د قیوم د تېرېدو خبر تېر شو، یانې د مانورې دوهمه څپه هم تېره شوه)
پروفیسور سیاف
دا محترم هم د کرزي په مستقیم تشویق را میدان ته شوی، دی به هم+ ټیم یې د خپلې سیاسي آئیندې لپاره تر کرزي بله ښه تکیه ګاه پیدا نه کړي. انتظار په کار دی چې له دې ریزرف څخه به پر کومه موقع کار اخلي؟
ډاکټر اشرف غني احمدزی
ډاکټر صاحب د یوه نړیوال عالم او متفکر په توګه، په عامه ذهنیت کې خاص ځای نیولی دی، چې له دې اړخه یې سیال نشته، هغه د خپلو مصاحبو او مناظرو له لارې ثابته کړې، چې د مالوماتو، تحلیل او تبصرې په مخ کې یې څوک نه شي درېدلای. د جنرال دوستم د معاونیت مسئله یې، له عاطفي اړخه د نقد وړ ده، خو له سیاسي نګاه څخه ډېره مدبرانه او د توجه وړ فیصله وه، مګر اصلي ستونزه چیرې ده:
حامدکرزي، ډاکټر اشرف غني ته زیاته امیدواري ورکړې ده، او جنرال دوستم هم د کرزي په تشویق او مستقیمه مشوره ورمعرفي شوی دی، له یوې خوا که کرزی په ورځ کې درې واره فکري لوری بدلولای شي، نو د جنرال سابقه هم راته وايي چې دی هم په همدې یوه ورځ کې درې ځله د عمل ډګر ته نر غوندې تغیر ورکولای شي، هیڅ اطمینان نشته چې دی دې له ډاکټر صاحب سره تر پایه ودرېدلای شي، له بلې خوا کله چې جنرال صاحب د کرزي پر لاس، ډاکټر صاحب ته ورغلی وي، نو ډاډ ولرئ که کرزي پر هر موړ له ډاکټر سره د ټکر احساس وکړ، او خپله لار نقشه یې په خطر کې ولیده، نو همداسې مخامخ به یې ځنې را بېل کاندي.
که ډاکټر صاحب پر خپلې دې خوشباورۍ له سره کتنه و نه کړي، چې ګواکې دی د کرزي انتخاب دی، دا به یې لوبه اشتباه وي او زما باور دا دی چې دا اشتباه به دوام پیدا کړي، او نتیجه به یې حتماً د کرزي په ګټه راوزي.
څنګه امکان لري چې کرزی دې ارګ ته د هغه ټیم لپاره لار خلاصه کړي چې یو عمر یې دی ښکنځلی دی، زلمی خلیلزاد، علي احمد جلالي، حنیف اتمر، حاجي ظاهر قدیر، حمیدزی لالی، او جبار قهرمان د کرزي معلوم الحال مخالفین دي، چې په هیڅ صورت به د کامیابۍ مخه ور نه کړي.
ډاکټر انورالحق احدي، حضرت عمر زاخیلوال او ډاکټر اکرم خپلواک، که د کرزي توطیه نه وي، نو په خوب کې به هم د تداوم او تحول ټیم ملګري نه شي. ښايي چې دا استدلال هم وشي چې د کرزي مخالف اقمار چې پر ډاکټر اشرف غني راګرځېدلي، څه اوبو خو نه دي راوړي، دوی خپله یو قوت دی، باید پر خپله اراده تکیه وکړي، خو کله چې کرزي ته موفق چالباز وایو نو حساسه نقطه همدا ده چې کرزی پوهیږي چې، دا خلګ یو د بل ستراتیژیک او فکري ملګري نه دي، او د همدغه ټیم په دننه کې چې همدا اوس کوم کشمکش، نه همږغي، آن سپکې سپورې روانې دي، دا ټول د کرزي لپاره د محاسبې او پېشبینۍ وړ حالت دی، چې بالاخره به د ګټې پله پر خپله خوا چې هر وخت یې ذهن وغوښته درنوي.
د سرچوک وروستۍ اوازې وايي چې ډاکټر انورالحق احدي او حاجي ظاهر قدیر د تداوم او تحول له ټیم څخه مرور کړل شوي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله په خپلو کمپایني ویناوو کې، په نورو کاندیدانو ریشخند وهي چې، د کرزي په لوبو نه پوهیږي، او خپله کامیابي د هغه په لاس کې ګوري، خو ده ته خپله چې یې کومې لومې درولې دي، هغو ته یې پام نه دی، نورې خو پرېږده، همدا چې د حزب اسلامي افغانستان یوه حلقه یې، د خپل معاونیت په ساحه کې راوستې، همدا ورته تر ټولو لوی خطر دی، البته سمه خبره به دا وي چې راوستې یې نه ده بلکې د کرزي له خوا ورته وراستول شوې ده، ارغندیوال به د کرزي وزیر وي، او په مرستیالۍ کې به د عبدالله دریږي، دا د غور مسئله ده. پیل یې تېر چهارشنبه وشو، د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو په نوم، یوه لویه کتله خو یې د زلمي رسول په ګټه ځنې ووهله.
بلې ضربې ته یې هم انتظار بې ځایه مه بولئ.
زلمی رسول
بالاخره زلمی رسول د کرزي بې شک و شبهې کاندید دی، دا زه نه وایم، خپله کرزي د شانګهای په وروستۍ غونډه کې ټولې دنیا ته ور معرفي کړ. که وغواړي ټول دولتي امکانات کارولای شي، د کرزي په حضور کې چې کوم قومي مشران، قومي جرګې، کاندیدان، او نور چارواکي څومره لر و بر کیږي، واضیحاً دا پیغام لري چې کرار کرار د زلمي رسول په ګټه د کمپاین توازن له منځه ځي.
د توازن خرابي تېره چهارشنبه سهار، د حزب اسلامي د شوراګانو له پرېکړې، د همدې ورځې په مازیګر د قیوم کرزي له تصمیم او په ماښام یې د جنرال رحیم وردګ له اوازې سره شروع شول.
پایله:
دا حالت ښه بولئ که بد؟ که هر څه یې ګڼې همدا واقعیت او یا واقعیت ته نژدې کیسه ده، څه کولای شو؟ تازه په تازه لیوال صاحب یوه ټوکه راته وکړه، یوه سړي په ملي بس کې د بل جېب ته لاس ور تېر کړ، هغه هم بیداره و لاس په لاس یې ونیوی، او ورته ویې ویل چې دا څه کوې؟ پر هغه بله ودرېده، ورته ویې ویل چې دا همداسې کیږي.
اوس دا همداسې کیږي، حالات پیچلي آئینده له وارخطائیو ډکه او لوبه خطرناکه ده، او خطر هم ټول ملت او مملکت ته متوجې دی. زه فکر کوم چې که دا منو، چې دا همداسې کیږي، نو باید د ټاکنو د پروسې ملاتړ په هر صورت وکړو. د هر چا خپل زړه چې هر چا ته رایه ورکوي، او هر چا ته کمپاین کوي، خو پر یوه ټکي بیا هم ټینګار کوم چې، ځوان نسل دې په دغه خطرناکه لوبه کې تر هغه ولوبیږي چې راتلونکو خپلمنځي روابطو ته یې زیان ونه رسیږي، ځکه د افغانستان راتلونکې په موجودو غلو، جنایتکارانو، قاتلانو او بې رحمو معامله ګرو پورې نه ده تړلې، بلکې په پاک ځوان نسل پورې اړونده ده. ناروا معامله ګر به په هره وجه هڅه کوي چې زموږ ځوان نسل چټل کړي، خو ځوان نسل باید ډېر ځیرک او دقیق واوسي.
موږ باید له لوبو سره اشنا شو، خو تباه نه، موږ باید د معاملو شاهدان واوسو خو قربانیان یې نه.
موږ باید له موجود بحرانه په سړه سینه زده کړه وکړو او خپل اوږد راتلونکی په منطقي ډول په خپله وټاکو.
۱۴/ ۱۲/ ۱۳۹۲