کور / سياسي / افغانستان_ پاكستان دوه اړخيز كنفرانس

افغانستان_ پاكستان دوه اړخيز كنفرانس

له افغانستان څخه د ISAF وتل او د دغه دواړو هېوادونو تر منځ سوله او همكاري
13_14 دسمبر 2013/ اسلام آباد

لومړى برخه:
د افغانستان_ پاكستان دا دوه اړخيز كنفرانس د سفما (SAFMA) له خوا د تېر كال د دسمبر په 14-13 په اسلام اباد كې جوړ شوى و. سفما د جنوبي اّسيا د اّزادو رسنيو ټولنه South Asian Free Media Association په سيمه كې د متخصصينو تر ټولو ستره شبكه ده چې د يوه قدرت يا ځواك په توګه، د اطلاعاتو د برابرولو د لارو چارو د ميندلو له پاره، د SAARC له خوا په رسميت پېژندل شوى او استازى يې د هغوى په غونډو كې برخه اخلي.
سفما د رسنيو له لارې په پاليسي جوړونكو او د هغوى په نظرياتو اغېز اچوي چې د سيمې د سترو مسايلو په برخه كې تلپاتې تفاهم ته وده وركړې. په دې لړ كې د لانجو او كړكيچونو سوله ييز حل، نه تشدد، اقتصادي همكاري او د فقر كمولاى د يادولو وړ دي چې د ولسواكۍ، بشري حقونو او ښه حكومت له لارې عملي كېدلاى شي.
سفما د SAARC په اته غړو هېوادونو كې دفترونه لري چې ټول د مركزي سكرتريت سره په تفاهم كې كار كوي او غواړي چې د دې هېوادونو د خلكو او حكومتونو اړيكې لا ښې او پياوړې شي، اقتصادي راكړه_ وركړه پراختيا ومومي، د خلكو او مالونو په تګ_ راتګ كې اّسانتياوې ډېرې او د كينې، دښمنۍ او اختلاف ځاى سوله، وروري، تفاهم او پرمختګ ونيسي.
لكه چې مخكې وويل شول سفما د SAARC يوه څانګه ده. د سيمه ييزو مرستو له پاره د جنوبي اّسيا ټولنه يا The South Asian Association For Regional Cooperation په 1985 كې په دې هيله جوړه شوه چې د سيمې په هېوادونو (پاكستان، هند، بنګله دېش، نيپال، بوتان، سريلانكا او مالديپ) كې ټولنيز_ اقتصادي پرمختګ د ډله ييزه پروګرامونو له لارې ګړندي كړي. افغانستان په 2007 كې د SAARC اتم غړى هېواد شو. د SAARC غړي هېوادونه په لومړي پيل كې په تمه وو چې يو د بل ملي حاكميت او د خاورې تماميت ته به درناوى كوي، يو د بل په كورنيو چارو كې به ګوتې نه وهي او د دوه اړخيزه او څو اړخيزه همكاريو له لارې به يو بل ته ګټه رسوي.
د SAARC هېوادونو تر منځ همغږي ورو_ ورو پياوړي كېږي. د دوى ډېرې هڅې د ټولنيزه ستونزو له منځه وړل، له نشه يي توكو او ترهګرۍ سره پرله پسې مبارزه، د اقتصادي پرمختګ چټك كول، د تكنالوژي رواجول او د خلكو، مالونو، افكارو او خبريالانو اّزاد تګ راتګ دى.
سفما تر اوسه په سريلانكا، هند، پنجاب (هند+ پاكستان)، بوتان، پاكستان او مالديپ كې څو غونډې جوړې كړې چې ګټورې وې. وروستنۍ غونډه همدا د اسلام آباد كنفرانس دى چې په دې ليكنه كې به بحث پرې وشي.
سفما دې كنفرانس ته (له افغانستان څخه د ISAF وتل او د دغه دواړو هېوادونو تر منځ سوله او همكاري) نوم وركړى و چې د 2013 د دسمبر په 13 -14 ورځو د اسلام آباد په مرييتوت Mirriotit هوټل كې جوړ شو. په پام كې و چې د دواړو خواوو 30_ 35 كارپوهان، سياسي څېړونكي، د امنيتي مسايلو نامتو څېرې، د رسنيو استازي اود سفما مسوولين به په دې كنفرانس كې برخه اخلي.
د سفما_ افغانستان مسوولينو ډېره هڅه وكړه چې د افغانستان له خوا داسې يو پلاوى اسلام آباد ته برابر كاندي چې هلته د هېواد د ملي ګټو، حيثيت او دريځ ښه استازيتوب وكړي او په غونډو او ويناوو كې فعاله برخه واخلي.
سفما د همدې هيلې د پوره كولو له پاره پنځه مياشتې مخكې د ولسمشر د دفتر رياست (محترم كريم خرم)، د بهرنيو چارو وزارت (ډاكتر زلمي رسول او ضرار احمد مقبل)، مشرانو جرګې (مسلميار)، ولسي جرګې (ابراهيمي)، د اطلاعاتو او كلتور وزارت (ډاكټر رهين)، د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو ته مكتوبونه واستول چې له سفما سره مرسته وكړي چې د افغانستان له لوري ډېر يو مناسب، پوه او جګپوړى پلاوى د پاكستان تګ ته چمتو شي. په دې سفر كې لاندې حضراتو برخه اخستې وه:
د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند ودير صافى؛
1. د ژورناليستانو د ملي اتحاديې مشر عبدالحميد مبارز؛
2. د (نسل 3) ورځپاڼې مسوول مدير او د پوهنتون استاد ډاكټر لطيف نظرى؛
3. د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د نړيوالو اړيكو مشر اّذرخش حافظي؛
4. د سيمه ييزو مطالعاتو د دفتر مشر عبدالغفور ليوال؛
5. د سيمه ييزه مطالعاتو دفتر مسلكى غړى عبدالستار پردلى؛
6. د كابل پوهنتون د جغرافيې پوهاند غلام جيلانى عارض؛
7. د كابل پوهنتون استاد غلام جيلانى عارض؛
8. د ولسي جرګې غړو نادر خان كټوازى، ګل پاچا مجيدي، انجنير كمال صافى، خالد پشتون، نواب منګل، حاجي علي احمد شهيدي او عبدالقادر خروټي؛
9. د ولسي جرګې د چارو د ادارې پخوانى مشر غلام حسن ګران؛
10. د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير محمد ذبير شفيقي؛
11. د سولې او ولسواكۍ له دفتر څخه نرګس نهان؛
12. د خواخوږۍ فرهنګي ټولنې مشر غرزى خواږى؛
13. د سفما افغانستان پلاوى محمد ضيا بوميا، احسان الله اّرينزي، انجنير قيوم كريم، عبدالحي ورشان، فريده نيكزاد، فروزان معروفي او ډاكټر هدايت الله؛
او دې حضراتو د بېلابېلو دلايلو له مخې په كنفرانس كې برخه وانخسته:
1. ډاكټر اشرف غني احمدزى چې يوازي په دولتي سفر پاكستان ته ځي؛
2. پوهاند علي احمد جلالي چې په امريكا كې يې بل پروګرام درلود؛
3. د اقتصاد وزير ارغنديوال چې فرانسې ته په سفر تللى و؛
4. د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاكټر زلمى رسول چې له سفر څخه يې يوه ورځ مخكې عذر وغوښت؛
5. د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني چې له ولسمشر سره هند ته په سفر روان و؛
6. د ملي امنيت پخوانى مشر امرالله صالح چې ځان يې خوندي نه ليده؛
7. د افغان_ امريكايي پوهنتون استاد محمد داوود مراديان چې پاكستان ويزه نه وركوله؛
8. د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ (د دولت استازى) چې د همدې كنفرانس په ورځو كې هند ته روان شو؛
9. د قومونو او سرحدونو وزير ډاكټر اكرم خپلواك(د فاروق وردګ په ځاى) چې يوه ورځ مخكې يې (نه) وويل؛
10. د ولسي جرګې غړې شكريه باركزۍ (كابل)، انجنير شيرولي وردګ (كابل) ناهيد فريد (هرات)، كمال ناصر اصولي(خوست)، ډاكتر فاطمه عزيز(كندز) او جعفر مهدوي (د ملت ګوند مشر_ كابل).
افغاني پلاوى د دسمبر په 12 (2013) د PIA الوتكې په واسطه اسلام آباد ته ورسېد. د سفما مركزي سكرتريت، سفما پاكستان او په اسلام آباد كې د افغاني سفارت مامورينو، افغاني پلاوي ته د اسلام آباد د هوايي ډګر په VIP برخه كې تود هركلى ووايه او بيا يې Marriott هوټل ته ولېږدول. د كنفرانس د غونډو ځاى هم په همدې هوټل كې په پام كې نيول شوى و.
د پاكستان له اړخه دا ذوات د كنفرانس د پاره په پام كې نيول شوي وو چې ډېرو عملاً په غونډو كې برخه واخسته، ويناوې واورولې او يا په بحثونو كې برخه واخسته:
د سفما جنرال سكرتر امتياز عالم، د پاكستان سفما مشر نصرت جاويد، د لومړي وزير مشاور سرتاج عزيز، د بلوچستان لومړى وزير عبدالمالك بلوچ، د خيبر پښتوانخوا پخوانى لومړى وزير پير سفيد شاه، متقاعد جنرال اسد عمر، د كابينې وزير عبدالقادر بلوچ، د اطلاعاتو پخوانى وزير قمر زمان كايره، د مشرانو جرګې د دفاعي كميټې مشر مشاهد حسين، انيسه زينب طاهرخيلي، نامتو ژورناليست احمد رشيد، متقاعد جنرال اطهر عباس، متقاعد جنرال محمود شاه، سناتور حاجي عديل، د پښتونخوا عوامي ګوند مرستيال اكرم شاه، د كورنيو چارو پخواني وزير اّفتاب احمد خان شېرپاو، د ډان ورځپاڼې سياسي شننونكي خادم حسين، متقاعد جنرال شهزاد چوهدري، سناتور فرحت الله بابر، متقاعد جنرال طلعت مسعود، عايشه ګلالي وزير، سناتور افراسياب خټك ، سناتور حاجي سيف الله او نور.
اسلام آباد ته د سفما- افغانستان د پلاوي د رسېدو په ماښامني ډوډۍ كې، د پاكستان د ولسي جرګې مشر ښاغلي رياض صادق برخه واخسته. ده په خپلو لنډو خبرو كې د سفما هغه هڅې وستايلې چې غواړي د سيمې يا SAARC هېوادونو تر منځ سوله، ورورولۍ، تفاهم، سوداګري، تګ راتګ او پرمختګ وهڅوي او ولسونه سره نژدې كاندي.
ښاغلي رياض صادق وويل چې په ځانګړې توګه د افغانستان_ پاكستان تر منځ د ولسونو په اړيكو سربېره د خلكو اړيكې، يعنې د پارلمانونو، سوداګرو، مدني ټولنو او خبريالانو اړيكې خورا مهمې دي.
ښاغلي رياض صادق وړاندې وويل چې د افغانستان سوله د پاكستان او اّسيا د سولې بنسټ بلل كېږي. په افغانستان كې له سولې او ثبات پرته په دې سيمه او پاكستان كې سوله، ثبات او پرمختګ نه شي راتلاى.
ده په پاى كې وويل چې يو د بل ملامت بلل ګټه نه لري، اوس بايد خبرې سپينې وشي، موږ وروڼه هېوادونه او خلك ياستو، زړونه بايد پرانيزو او ستونزې عملاً پاى ته روسوو.
په دې ماښامنۍ ميلمستيا كې د سفما پاكستان جنرال سكرتر امتياز عالم هم افغاني او پاكستانى مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې وكړه چې دا دوه ورځنى كنفرانس په بري سرته ورسي او ښې پايلې ولري.
* * *
د دسمبر په څوارلسمه سهار، د افغانستان_ پاكستان د دوه اړخيز كنفرانس لومړنۍ غونډه پيل شوه. لومړى امتياز عالم پرانستونكي وينا وكړه. حاضرينو ته يې ستړې مه شې وويل، گډون وال يې د كنفرانس په موضوع پوه كړل چې د سفما اوسنۍ كنفرانس په داسې وخت كې جوړېږي چې افغانستان د گذار له يوه بحراني او مهم پړاو څخه تېرېږي.
معلومه نه ده چې تر كال 2014 وروسته چې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه وځي، په دې هېواد او سيمه كې كومه احتمالى خلا را منځ ته كېږي او څڼه به ډكېږي؟
امتياز عالم وويل د دې له پاره چې افغانستان بېرته په شا لاړ نه شي، طالبان برلاسي يا افغانستان د ترهګرو لاس ته ور نه شي، دا هېواد بايد له امريكا سره هغه امنيتي تړون لاسليك كړي چې مشورتې لويې جرګې هم تاييد كړي دي.
امتياز عالم وويل چې اوس افغانستان او پاكستان تر ډېر فشار لاندې دي، دا دواړه بايد پخوانى اور مړ كړي. ده په پاكستان غږ وكړ چې په افغانستان كې د القاعده، ترهګرو او طالبانو مرسته او مداخله بنده كړي او افغانستان هم بايد هغه كسان ونه روزي چې دلته په پاكستان يرغلونه كوي.
امتياز عالم وويل چې په افغانستان كې بايد نيابتي جګړه بنده شي. لومړى وزير محمد نواز شريف د افغانستان له پاره د ستراتيژيك عمق پلان نه لري. ده وويل چې نواز شريف هند ته هم ښه نيت لري. اوس د ده ورور او د پنجاب لومړى وزير ښاغلى شهباز شريف او د جمعيت العلماي پاكستان مشر مولانا فضل الرحمن د هند په دوره تللي او په دې دريو واړو هېوادونو كې د ملګرتيا امكانات ډېر ښكاري.
ده وړاندې وويل چې سفما په سيمه كې د سولې، تفاهم او ملګرتيا له پاره كار كوي. سفما افغانستان او پاكستان د دې كنفرانس د جوړولو له پاره ډېر زيار ايستلى؛ خو حكومتونو په دې كنفرانس كې برخه نه لري او د المان له سفارت څخه يې مننه وكړه چې د دې كنفرانس له جوړېدو سره يې مالي مرسته كړې ده.
د دې ناستې لومړي ويناوال پاكستاني نوموتي ژورناليست احمد رشيد و چې د افغانستان او طالبانو په هكله يې څو كتابونه ليكلي او د نور محمد تره كي له وخت څخه را پدېخوا د افغانستان په هكله څېړنې كوي.
احمد رشيد وويل چې افغانستان د لېږد 5 پړاوونه لري.
1_ پوځي لېږد، چې افغان پوځ د امريكا او ناتو ځاى ونيسي،
2_ سياسي لېږد، 2014 د افغانستان له پاره د شوروي پوځونو د وتلو په شان مهم كال دى. يو مشر بايد سياسي واك په مشروعه لار بل ته پرېږدي. كه په ټاكنو كې دوه كسان دوهم پړاو ته لاړل او قومي ستونزه جوړه شوه، منځګړي به نه وي، په داسې حالت كې جګړه الترناتيف بلل كېداى شي.
3_ اقتصادي لېږد، افغانستان په 1970 يمه ليسزه كې لږ په پښو ولاړ اقتصاد درلود. اوس وضع داسې نه ده، جګړې ډېر زيانونه پېښ كړي، 100 بليون$ مرسته په تېرو 10 كلونو كې د دې هېواد اقتصاد په پښو ونه دراوه. نوي حكومت به د ستونزو له يوه ستر بار سره مخامخ وي، اداري فساد، د نشه يي توكو اقتصاد او خيانت دوه نورې غټې ستونزې دي چې ټولنه بې ثباته كولاى شي.
4_ نړيوالې او ګاونډيان په افغانستان كې ناكامه شول. افغانستان د ګاونډيانو له لاسه وران شو. اوس داسې وېره شته چې 1992 په بيا تكرار شي. ايران_ پاكستان، هند او نور به خپل پخواني ملګري بيا تقويه كړي؛ له همدې امله يو ميكانيزم ته اړتيا شته چې چارې په سم لوري بوځي. امنيت شورى بايد په دې برخه كې فعاله شي.
5_ له طالبانو سره مصالحه. كورني جګړه په اوږده مهال كې طالبانو ته زيان رسوي. طالبانو پخوا هم د ادارې او واك ظرفيت نه درلود او اوس يې هم نه لري؛ ځكه ډېر طالبان د واك له وېش سره موافق دي. ځينې افغانان فكر كوي چې پاكستان په طالبانو ډېر واك لري؛ خو دا خبره په ټوله كې سمه نه ده.
پاكستان په ټولو پاسنيو پړاوونو كې خپل ځاى لري. كه افغانستان اقتصاد ونه لري، په مليونونو افغانانو به پاكستان ته مهاجر شي او كه طالبان په افغانستان كې واك ته ورسي، پاكستان زيان ويني.
د پاكستان په سياستوالو، پوځ او اقتصاد كې داسې كسان شته چې غواړي پاكستان په افغانستان كې رول ولري؛ خو دا فكر غلط دى. دې ميلان د دواړو هېوادونو د خلكو تر منځ واټن جوړ كړى.
پاكستان په 2001 كې طالبانو ته ځاى وركړ او مشرف په 2003 كې مرسته وكړه چې طالبان بيا په پښو ودرېږي.
د پاكستان لويه ستونزه دا ده چې د تصميم نېوونكو اداراتو تر منځ فكري يووالى نشته. پوځ يو څه وايي او ملكي اداره بل. په كار ده چې ISI، پوځ او ملكيان د افغانستان په هكله واحد نظر ته ورسي او ټول مرسته وكړي چې روانه ستونزه حل شي.
احمد رشيد له دې وروسته وويل چې په كابل كې هم ستونزې شته!
1_ ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره امنيتي_ دفاعي تړون په داسې شرايطو كې نه لاسليك كوي چې د هېواد 90% بودجه له بهر څخه راځي.
2_ له طالبانو سره د مصالحې په اړه روڼ فكر نشته. ولسمشر كرزي هره ورځ خپل فكر بدلوي. لومړى يې دا ومنل چې امريكا دې د قطر په دوحه كې له طالبانو سره وګوري؛ خو وروسته يې منفي غبرګون وښود، اوس داسې وخت راغلى چې خبرې بايد واضح شي.
3- د افغانستان د سولې شورى بايد د ISI له هر ډول مداخلې پرته، پاكستان ته راشي او د سولې خبرې عملاً پيل شي. كه طالبان درېيم هېواد ته ځي بايد اجازه وركړل شي او هڅه وشي چې د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې په بيړه پيل شي. پاكستان بايد طالبانو ته ووايي چې ټاكنو ته اجازه وركړي، لكه پرويز مشرف چې داسې مرسته كړې وه!
4- پاكستان بايد له هند سره خبرو ته دوام وركړي. افغانستان بايد په دوهم كشمير بدل نه شي. د افغانستان خاوره بايد يو د بل په ضد ونه كارول شي. هند د افغانستان د معدنياتو په ايستلو كې ډېره مرسته كولاى شي.
5- پاكستان بايد د امريكا او ناتو په مخ لارې بندې نه كړي. د سړكونو بندول د نړۍ د 47 هېوادونو د خپه كولو مانا لري.
له ښاغلي احمد رشيد وروسته، د افغانستان څخه عبدالحميد مبارز د سفما كنفرانس د لومړى ورځې دوهم ويناوال و،
ده وويل خوشاله يم چې د افكارو د تبادلې په هغه غونډه كې برخه اخلم چې سفما جوړه كړې ده.
زموږ سيمه اوس له ډېرو ستونزو ډكه ده. سېلانيان نه راځي، وزګارتيا ډېره ده او ميندې ټوله ورځ د خپلو هغه بچيانو د خوندي راتګ لار څاري چې د درس يا كار له پاره له كوره وتلي دي.
ښاغلي مبارز وړاندې وويل چې د افغانستان خلك اوس ډېر وېښ ښكاري، رسنۍ پراخه خپرونې لري، خلك د پخوانيو ناكمه مشرانو په لمسه جګړې ته نه ځي؛ خو ګاونډيان بايد د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه بنده كړي. طالبان ترهګر دي او له بهرنۍ مرستې پرته يوه ورځ هم د افغان اردو په وړاندې درېداى نه شي. افغانانو هېڅكله هم په خپله خاوره كې د پرديو ځواكونو شتون نه دى منلى؛ خو دا لومړى ځل دى چې زموږ د تاريخ د روحيې په خلاف خلك د د بهرينو پوځيانو پاتې كېدن غواړي.
مشورتي لويې جرګې دا هم ومنله چې له امريكا سره دې امنيتي- دفاعي تړون لاسليك شي. د افغانستان خلك له ګاونډيانو څخه وېره لري، افغانستان او پاكستان بايد د اروپايي هېوادونو په شان د خلكو، رسنيو او مالونو په تګ راتګ كې اسانتياوې راولي.
ښاغلي مبارز په پاى كې د احمد رشيد هغه خبرې تاييد كړې چې د افغانستان په هكله د پاكستاني چارواكو تګلاره بايد يوه وي، نه دا چې ISI او پوځ هغه څه وكړي چې د ملكي ادارې له غوښتنو سره په ټكر كې وي!
د دې غونډې د اّزاد بحث په وخت كې د پښتنونخوا عوامي پارټي جنرال سكرتر اكرم شاه اجازه وغوښته او د ښاغلي احمد رشيد د وينا يوې برخې ته يې اشاره وكړه. احمد رشيد مخكې ويلي و چې پاكستان اوس په افغانستان كې د ستراتيژيك عمق له تګلارې څخه تېر دى؛ خو خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو ته بايد پام وكړي، هغه دې مضبوط وساتي او د مدني ژوند د پراختيا له لارې دې دا سيمې په پاكستان كې راولي؛ خو ښاغلي اكرم شاه وويل چې تر اوسه مقررينو دا وويل چې د پاكستان افغان پالسي ناكامه شوه؛ ځكه چې پاكستان د افغانستان د نيولو په فكر كې و. اوس احمد رشيد وايي چې FATA دې په پاكستان كې شامل شي. له دې څخه ښكاري چې د پاكستان خپله پراختيا غوښتونكې پاليسي اوس هم جاري ساتي. پاكستان فكر كوي چې افغانستان خو خپله خپلواكي وساتله، اوس بايد FATA قبضه كړو!
اكرم شاه خان په پاى په غوسه وويل چې دا پاليسي به په FATA له داسې مزاحمت سره مخامخ شي چې پاكستان به خپل اوسني مشكلات هير كړي!
له دې وروسته د پاكستان تحريك انصاف ګوند استازى او ايالتي وزير ښاغلي آصف خپله وينا واوروله. ده وويل چې پاكستان په افغانستان كې له سولې پرته هېڅ اقتصادي پرمختګ نه شي كولاى. پاكستان بايد چا ته اجازه ورنه كړي چې د دې هېواد خپلواكي ته زيان ورسوي او يا يې خاوره د بل چا په ضد استعمال كړي. ده وويل چې لومړى وزير نواز شريف بايد سيمه ييزه سوداګري وهڅوي. زما په اند د مركزي او متځنۍ اسيا هېوادونه بايد سره كېني او د راتلونكو 25 كلونو له پاره د پرمختګ يوه استراتيژي جوړه كړي. موږ بايد په پاكستان كې صادقانه دريځ غوره او عملي كړ.
له اّزاد بحث څخه وروسته پوهاند غلام جيلاني عارض (د كابل پوهنتون د جغرافيې استاد) وينا وكړه.
پوهاند عارض د خپلو خبرو په يوه برخه كې وويل چې افغانستان او پاكستان ګډ تاريخ، د ژوند ګډه سيمه، ژبه، دين او اقتصادي ګټې لري. د ابوريحان البيروني د اثارو د جغرافيې په برخه كې د ډېرو داسې سيمو يادونه شوې چې اوس په پاكستان كې پرتې دي؛ نو ولې ګډ ژوند نه شو كولاى؟
ده وويل چې ستونزه په سياسيونو او پوځيانو كې ده، په خلكو كې دښمني نشته. موږ بايد د ګاونډيانو او مسلمانانو په توګه ښه ژوند وكړو. زه د افغانستان او پاكستان تر منځ په ښو اړيكو ټينګار كوم چې سوداګري، ترانزيت، ښوونه، لوړې زده كړې، معدنيات، صنعت، سپورت او اّسانه تګ راتګ ټول پكې راځي.
بيا د بلوچستان لومړي وزير عبدالمالك بلوچ او د افغانستان د ولسي جرګې د چارو د ادارې پخواني مشر غلام حسن ګران ويناوې وكړې. ښاغلي ګران وويل چې پاكستان بايد له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ګټور دوه اړخيزه روابط پراخه كړي. ده وويل اوس چې بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان_ پاكستان روابط بايد د ورورۍ سطحې ته جګ شي؛ ځكه چې ترهګري دواړو ته يو شان زيان رسوي.
د افغانستان_ پاكستان د غونډې د دوهمې ورځې په لومړۍ برخه كې د پاكستان Inter Service Public Relation پخوانى مشر اطهر عباس او بيا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د نړيوالو اړيكو مشر ښاغلي اذرخش حافظي خبرې وكړې. حافظي هغه فرصتونو ته اشاره وكړه چې په سيمه كې د اقتصادي پرمختګ له پاره شته. ده وويل چې د طالبانو په وروستي كال د دې دواړو هېوادونو سوداګريزه راكړه وركړه 250_ 300 مليون$ وه؛ پاكستان اوس افغانستان ته 5 بليون $ صادرات لري. چې 2000% ډېروالى ښيي په تېرو كلونو كې پاكستاني سوداګرو له ISAF ځواكونو سره 16 بليون$ كار كړى چې كه په افغانستان كې ثبات له منځه لاړ شي، دا سوداګريز فعاليت هم له منځه ځي.
ښاغلي اذرخش حافظي وړاندې وويل: افغانستان يو لوى ماركيټ دى، هلته د صنايعو او برېښنا د جوړولو امكانات شته، د پاكستان اويا زره ځوانان په افغانستان كې كار كوي، افغانستان پريمانه كاني شتمنۍ لري.اوس سولې ته اړتيا ده او معقول سياست ته چې له دې امكاناتو څخه ښه ګټه واخستل شي.
ښاغلي اّذرخش هغو ستونزو ته هم اشاره وكړه چې افغاني سوداګر يې په پاكستان كې لري. لكه د ترانزيت تړون د موادو نه عملي كېدل او داسې نور.
ده وويل اوس په افغانستان كې 22 مليون كسان سيم كارتونه لري. همدا راز افغانان 150بليون$ نقده پيسې لري؛ خو د پانګونې له پاره زړه نازړه دي، زه له همدې امله له پاكستاني وروڼو او خويندو څخه غواړم چې په سوداګريزه فعاليتونو كې له افغانانو سره لاس يو او هڅه وكړي چې په سيمه كې تګ راتګ او اقتصادي پرمختيا وهڅول شي.
ښاغلي اّذرخش وړاندې وويل چې د افغانستان پخوانۍ لويې جرګې د حكومتونو په ولكه كې وې؛ خو دا وروستنۍ جرګه د خلكو په غږ بدله شوه او استازو په ولسواكه فضا كې پرېكړيه وكړه چې له امريكا سره امنيتي- دفاعي تړون دې لاسليك شي.
ده په پاى كې وويل چې موږ د همكاريو ډېر امكانات او ظرفيتتونه لرو او هيله ده چې زموږ سياستوال په دې خبره ښه وپوهېږي.