د کندوز امنيتي چارواکي وايي د هغه بمي بريد مخه يې نېولې ده چي هدف يې ښايي د کندوز په پامير هوټل کي ولسمشرۍ ته د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي او هغه د مرستيالان وه.
لراوبر ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس تېره شپه دوو کسانو په دغه هوټل کي بمونه ځای پر ځای کول چي د ملي امنيت او پوليسو لخوا نيول سويدي، د کندوز چارواکي دغه کسان طالبان بللي دي خو طالبانو په دې اړه رسنيو ته غبرګون نه دی ښوولئ.
پوليس وايي چي دغه کسان يې له وسلو او چاودېدونکو توکو سره په ياد هوټل کي نيولي دي چي دواړو کسانو پر دې خبره اعتراف هم کړی دی.
په دغه هوټل کي نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي شاوخوا دوه زره ملاتړو د هغه په حمايت په غونډه کي برخه واخيسته خو پخپله ډاکټر اشرف غني او مرستيالان يې نه وه ورغلي.