د نوو تازه راپورونو پر اساس ښاغلي قیوم کرزي د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو بیرغ ښاغلي زلمي رسول ته وسپاره . د ټاکنو د مستقل کمیسون په وینا چي دا پر ټاکنیزو مبارزو هیڅ اثر نه شي ښندلای . د ټاکنو مستقل کمیسون په وینا ، دوی باید د ټاکنیزو مبارزو تر شروع کیدلو مخکي یو بل ته تیر شوي وای . خبرونه وایی چي ښاغلي قیوم کرزي د خپلو ټاکنیزو مبارزو په پیل کي ویلي وه « که احمدشاه بابا هم راژوندی شي او ځان ټاکنو ته نوماند کړي خو زه به ورته تیر نه شم » . اوس به وخت وښیي چي دا بیرغ ایښودل د ښاغلي زلمي رسول په ګټه تمامیږي او که یي په تاوان تمامیږي . د ټاکنو او ټاکنیزو مبارزو په اړه وخت پر وخت له لراو بر څخه معلومات تر لاسه کړی .