کور / تازه خبرونه / د ٥ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ٥ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کي پنځه وسله وال مخالفين وژلي او يو شمېر وسلې يې لاسته راوړي دي.
افغان ملي پوليسو د شاوليکوټ ولسوالۍ په چنارتو کلي کي ٤ وسله وال مخالفين وژلي او يوه اندازه وسله يې لاسته ورغلې ده.
دغه رنګه ګډو امنيتي ځواکونو د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کي د عملياتو په ترڅ کي يو وسله وال کس وژلى دى. همدارنګه امنيتي ځواکونو يوه پايه مخابره او پنځه کړۍ ماينونه لاسته راوړي دي.
امنيتي ځواکونو د پرله پسې عملياتو په ترڅ کي د ارغنداؤ ولسوالي د کوکران په سيمه کي ١١ فايره مرمۍ نيولي چي ورسره په تړاو يې يو مشکوک کس هم نيولى دى. له ياد کس څخه پوښتني ګروېږني دوام لري.
همدارنګه د ګډو افغان امنيتي ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي په ژړۍ، ميوند، ارغنداب، شاوليکوټ او پنجوايي ولسواليو کي ٢٠٠ فيره مرمۍ، ١٦ پايې کشفي مخابرې، اته کړۍ پرسونل ضد ماينونه او درې دانې ريموټ کنټرولونه لاسته ورغلي دي.