کور / تازه خبرونه / د انتخاباتو له پاره ښځينه پرسونل روزل کېږي

د انتخاباتو له پاره ښځينه پرسونل روزل کېږي

د زون په سطحه د ټاکنو د ورځي د تنظيم لپاره ١٠١٠تنې ښځينه پرسونل روزل کېږي
کورنيو چارو وزارت د سوېل زون د رايې اچونې د ورځې لپاره ښځينه محافظین روزي.
په غونډه کي چي د کندهار والي د کار په دفتر کې جوړه سوې وه، د کورنيو چارو وزارت د تعليم تربيې عمومي قومندانۍ مدير مل پاسوال محمديوسف نظري، کندهار والي، مرستيال والي، د امنيه قومندانۍ د تعليم او تربيې مدير سمونوال عبدالله جان، د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس، د ښځو چارو او پوهني رياستونو استازو ګډون کړى و.
نظري وويل، د هغه تړون له مخي چي د کورنیو چارو وزارت او سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه ادارې ترمنځ نوی په پلان کي لري چي د ټول زون په سطحه ښځینه محافظین وروزي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ياد ګام د ټاکنو د تنظيم په برخه کې ګټور وباله او ويې ويل، “د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتي مرکزونو د امنیت لپاره د ښځو ونډه زياته مهمه ده. خو د دوى پر اخلاقي او تربيوي روزنې بايد ډېر ټينګار وسي.”