کور / تازه خبرونه / پكتيا: پوليسو دوه شكمن وسله وال ونيول

پكتيا: پوليسو دوه شكمن وسله وال ونيول


د پكتيا د ملي امنيت پوليسو په يوه سراچه موټر كي دوه شكمن كسان سره نيولي دي.
د ملي امنيت پوليس وايي د قاري محمداسلام او اكبرشاه په نوم له دغو كسانو سره يې دوې مخابرې، لاسي بمونه، د كلاشينكوف مرمۍ، يوه ويډيو كامره او دوه ميزايلونه هم نيولي دي.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون لر او بر ويبپاڼي ته وويل دغه كسان يې د آريوب ځاځي په ولسوالي كي نيولي، چي يو يې د همدې ولسوالۍ د الي سنګ او بل يې د خرمنۍ سمي اوسېدونكى دئ، د سمون په وينا له شكمنو كسانو څخه د ملي امنيت رياست مسولينو تحقيقات پيل كړي دي.
همدا راز ايتلافي او افغان ځواكونو د زرمت په ولسوالي كي ګډ تصفيوي عمليات كړي، چي پكښي د پيرمحمد په نوم يو سيمه ايز طالب قومندان او د هغه د معاون وژل سوي او څلور طالب سرتېري ژوندي نيول سوي دي.