د نيشنل عوامي ولي پارټۍ په پرانستلو سره د پاکستان يو لوی سياسي ګوند نيشنل عوامي پارټۍ پر دوو برخو ووېشل سوه.
نوی ګوند د بيګم نسيم ولي خان په مشرۍ د نيشنل عوامي ولي ګوند په په رسمي توګه پرانستل سو او په فعاليت يې پيل وکړ.
د دغه ګوند پرانستل ظاهرآ د بېګم نسيم ولي خان او اسفنديار ولي خان تر منځ د نظر اختلاف بلل سوی دی ، پخپله بېلګم نسيم هم د پرانستني په مراسمو کي وويل چي نيشنل عوامي ګوند د ډېرو تغيراتو له امله نور نو د فخر افغان پاچاخان او خان عبدالولي خان د ارزوګانو او ارمانونو ترجمان سياسي ګوند نه وو ، د نوموړي په وينا چي اوس به ددې ګوند په پرانستلو سره د باچاخان او خان عبدالولي خان روح په قبر کي ارام سوي وي .
د چارو څارونکي د نيشنل عوامي ګوند ټوټه کېدل په سيمه کي د پښتون قام په ګټه نه بولي خو د دموکراسۍ داصولو پر اساس بيا ددغسي چارو مخنيوئ څوک نسي کولائ.