دخوست ولايت ټول ولسوالان به ولس ته دکړنو کلني ګزارشونه وړاندې کړي
ډير ژر به دخوست ولايت ټول ولسوالان دولايت مقام په لارښوونه ولس ته
دخپلو کړنو کلني ګزارشونه وړاندې کړي ،دخوست ولايت مقام دعامه اړيکو
مسوول بريالى روان وايي چې ولس ته دولسوالانو له لوري دکلني ګزارش په
وړاندې کولو سره به دخوست ولايت ټولو ولسونو ته څرګنده شي چې ددغه ولايت
ولسوالانو په ٩٢لمريز کال کې په ولسواليو کې خلکو ته کوم خدمتونه ترسره
او کومې ستونزې يې هوارې کړيدي اوپه کومو برخو کې يې خپلې ورسپارل شوې
دندې په ښه توګه سرته رسولې دي.
بريالي روان وويل دولسواليو ادارې دامنيت دټينګښت اوښې حکومتدارۍ
دپراختيا په برخه کې اساسي مسووليتونه لري او دافغانستان په نظام کې
دولسواليو ادارې دحکومتدارۍ دتقويي وروستي خط يا واحد بلل کيږي.
دبريالي روان په خبره خوست ولايت ١٢ولسوالۍ لري چې ددغه ګزارش په وړاندې
کولو سره به ولسونه دهرې ولسوالۍ دولسوال له کړنو ،لاسته راوړنو او
ستونزو څخه خبر شي .
دولايت مقام دعامه اړيکو مسوول داهم وويل چې دولسوالانو کلني ګزارشونه به
تر ارزونې وروسته دسلسله مراتبو په رعايت سره له اړونده مرکزي ادارو او
مقاماتو سره هم شريک شي.