کور / سياسي / په دې هېواد کې مېشت قومونه يو له بله سره وروڼه دي

په دې هېواد کې مېشت قومونه يو له بله سره وروڼه دي

موږ ټول په دې عقيده لرو ،چې انسان له يوه سړي (ادم ع) او له يوې ښځې ( بي بي حوا) څخه پيدا شوى دى ،چې وروسته په تدريجي ډول انسانان ورځې تربلې زياتيږي د دې انسانانو دپېژندلو لپاره په قبيلو وېشل شوي دي .
انسانان الله پاک اشرف المخلوقات پيداکړي دي دوى يې دسالم فکر او پراخې حوصلې څخه برخمن کړي دي اودوى ته يې عقل شعور وکړئ دى ،چې تاسود ښو اوبدوکارونو توپېر پرې وکړئ.
پاک خداى (ج)خپلو انسانانو ته دپيدايښت څخه وروسته خپله لاره ښودلې ده او پردوى يې داسماني کتابونو له لارې يې ورته خپله لاره بيان کړې ده ،چې تاسو په دې لاره باندې خپل ژوند پيل کړئ ،ترڅو تاسو ددې لارې په اساس داسلام په چوکاټ کې پرمختګ وکړى شئ.
که دالله (ج) او دپيغمبر لاره مو خپله کړه ،نو نيکمرغه ، سوکاله او دورورۍ څخه د ډک ژوندانه څخه به برخمن شئ.
الله تعالى ته هغه څوک ورنېږدې دى،چې پر هېز ګاره ، تقوا لرونکى وي او د ده ټولو اوامرو ته درنښت لري.
په خپلو منځونو کې انسانان اسلامي ورورولي په څو طريقو سره راوستلى شي ،دبېلګې په توګه د کورنۍ او نېږ دېوالي پر بنسټ ، دکلي او وطن پر بنسټ ، دقوم او قبيلې پر بنسټ ،دملګرتيي ، نژاد او د عقيدې پر بنسټ ويل کيږي ،چې دوروولۍ ټول تصورات محدود دي ،خو دا داسلام سپېڅلى دين دى ،چې دنامحدودې ورورولۍ اونږدوالي مفکوره خپلوپيروانو ته وړاندې کوي.
راځئ،چې ټول افغانان په يو غږ ووايو،چې ولې مو ورورولي په جنګونو، خپلي منځي شخړو او دې ورته نورو بدبختيو بدله شي ؟ ولې خپل ورورته د جنګ لپاره بېلابېلې پلمې او دسيسې ولټول شي ؟ترڅو د ده خوږ ژوند له ډول ډول کړاونو سره مخ کړو ،ولې دخپل مسلمان ورور په غوښه او وينه خپل لاسونو سره کړو.
موږ ته لازمه نه ده ،چې دشيطان پيروي وکړو ،ښکاره ده ،چې په ذکر شوو عملونو شيطان خو شاليږي ،نو ولې شيطان خوشاله کړو .
په يوايت شريف کې فرمايي : ژباړه ( وخوروئ په ځمکه کې له ټولو حلالو او پاکو څېزونو څخه او شيطان په لاره مه ځئ ،هغه ستاسو ښکاره دښمن دى .
لکه څرنګه ،چې موږ ته الله پاک خپله لاره روښانه کړې ده موږ بايد د ده لاره تعقيب کړو اود ده د لارښونوسره بايد خپل ژوند عيار کړو ځکه چې الله ج موږ ته روښانه کړې ده، چې ګورئ ! دلته نه د مذهب او نه دکومې عقيدې يادونه شوې نه درنګ،نسل او جنس دهريو بې ګناه انسان مرګ داسې دى ،لکه ټول انسانان او ټولو مخلوق يې، چې وژلى وي او له بلې خوا که څوک دکوم انسان ژوند خوندي کوي ،دا داسې ده ،لکه ټول مخلوق يې چې خوندي کړى وي .
د دې لپاره چې په خپلو کې له هر ډول ستونزو او مشکلاتو په امان کې پاتې شو او هم د اسلام مقدس دين واقعي لارويان شو، نو لازمه ده، چې الهي ارشادات پر ځان پلي او عملي کړو، ځکه نو موږ بايد په خپلو کې د ورورۍ په فضاء کې ژوند وکړو.
هر چا چې دبل عزت وکړ ، نو په دې پوه شئ چې دغه انسان د خپل ځان عزت وکړ څومره خوند، چې په ټولنيز ژوند کې دى داسې ژوند په نفرتونو کې نشته ، په هر قوم او په هر سيمه کې چې يووالى او اتحاد موجود وي، نو هغه قوم د عزت قوم وي او ټول وګړي يې په عزت کې ژوند کوي او ټول خلک ورته په درانه سترګه ګوري او همېشه يې قدرداني کوي .
نو په کار ده، چې ټول هېوادوال له خپل منځي شخړو ناروا دعوو او لانجو څخه لاس په سر شي په خپلومنځونو کې سره يو موټى او اتحادشي ، ترڅو نور دا هېواد له سولې ، امن ، ترقۍ او د هرډول پرمختګ جوګ وګرځي ، چې په برکت يې د شته ستونزو، ناخوالو، بې وزليواو بې کاريو مخه ونيول شي.