ورځنی یاداښت
جنسیتي حساسیت:
نن مي په پوهنتون کي د ټولنپوهني د څانګي له استادانو او محصلینو سره؛ د جنسیتي حساسیت یا جنډر سینسټاېزېشن په هکله سیمینار درلود. ما د خپل په ترورزیم مشهور هیواد د تاریخ څخه څو هغه کلیشې را اخیستې وې چي موږ یې هر وخت د مېرمنو تر حقونو خورا په زېر و زور، اما په پټو سترګو وایو. غوښتل مي چي له یوې خوا د ځان او افغانستان په هکله د پوهنتون د ادارې او همصنفیانو ذهنیت سم کړم او له بلي خوا په دغه موضوع کي تر اوسنیو مشهورو سوو پېښو داسي ځان تېر کړم لکه د هیواد د پوهني نصاب چي مو تر معاصر تاریخ تدریسولو تېریږي. په هر حال ؛ زه د ټولنپوهني ډاکټرانو ته غوږ سوم، هیله مي وه چي په دې چاره کي ډېرڅه واورم.
په عمر پاخه استادان او استاداني چي پودیم ته راتلې او تلې؛ د علمي تعریفونو او مشهورو پوهانو د مشهورو خبرو تر کوټولو او یواځي څو محدودو ټکو بیانولو مي نور هیڅ نه ځني واورېدل. هو! پېغورونه ول!
محدود ټکي چي دوی د جنسیتي حساسیت په نامه خورا په ټینګار او اندېښنه یادول؛ په کورنیو کي د ښځو سره د نارینه وو نه برابری، په ګڼه ګوڼه کي نجونو ته د هلکانو خاري کتل، لفظي ازارول یا په ځینو مواردو کي جنسي تېري او دې ته ورته هغه ټکي ول چي یواځي د هندوستان نه؛ د ټولي انساني ټولني ستونزي دي. خو ددې ستونزو د موجودیت له امله پېغورونه بیخي خاري ول؛ د یویشتمي پېړۍ په نړۍ کي دا جهالت!، په داسي وجدان شرم پکار دی!، هندوستان به په کومه خوله د نړۍ د ستري ډیموکراسۍ دعوه کوي؟! یا نړۍ د بدانو له بدۍ دومره نه زهیریږي لکه څومره چي د سمو له خاموشۍ زهیریږي… هغه عکس العملونه ول چي د جنسیتي حساسیت د روان حالت په تاثر کي ویناوالو پر ګډونوالو ناره کړل.
اړینه وګڼله سوه چي لږ تر لږه په هره میاشت کي دي یوه پلا د دغه مضمون په کله په بېلابیلو ښارونو کي د ذهنیت جوړوني سیمینارونه وړاندي سي. دا د هندۍ د ټولني د اصلاح په موخه ټولنیز رغنیز ګام دی. هندوستان چي دا مهال د نړۍ د مخ پر ودي هیوادنو په کتار کي مخکښ بلل کیږي، د کاري انساني سرچینو څه کم نیمايي سلنه یې ښځینه تشکیلوي.
ماته د ټول سیمینارپه اوږدو کي خپله ټولنه سترګو ته راتله.
هلته خو مي د تاریخ په حواله ځان خلاص کړ، خو د دغو ستونزو څخه به په واقعي ډول څنګه ځان خلاصوو؟
یو وخت مي د خوشال بابا په کلام کي لوستلي ول چي ښځه لکه مار په غار کي ښه ده؛ مار که له غاره راووځي یا یې څوک وژني یاڅوک خوري، ښځه هم داسي ده؛ یاڅوک پسي ځي یا په چا پسي ځي.
دا د شاوخوا څلورو پېړیو پخوا د چاپیریال خبره وه، خو زما په ټولنه کي اوس هم دغه حال انګېرل کیږي.
د سره یا سپین غره د سیوري او شینوارو د مېرمونو تر حال به ځکه تېر سو چي د هغو د ژوند نمونه خو د روزګان ستاره وه چي پر راپور یې د دُنیا مطبوعاتو کریډیټ واخیست. لویو ښارونو، پرمخ تللي او کاري چاپیریال ته به راسو، چیري چي مېرمنو تعلیم کړی، د اولسواکۍ په نظام کي یې؛ د حقونو د تساوي په نامه جراءت کړی او له کورنو راوتلي دي، یابه د منظمو شخصي او حکومتي، رسمي او اکاډمیکو مرکزونو تر دروازو سرونه ورننباسو چي هلته څه تیریږي، د کارکوونکو او همداراز مراجعینومېرمنو سره څنګه چلند کیږي، د لارو کوڅو د ځوانانو چلند خو بیخي بې حیايي ده.
مېرمنو ته په ژور او پلټونکي انداز کتل هم د جنسیتي حساسیت د تعریف له مخي د هغو ازار او جرم دی، خو موږ خورا زیات داسي نزاکتونه له پامه ایستلي دي.
د ۱۳۸۷ کال یوه خاطره راپه یاد سوه؛ په کابل کي مي د افغان ادبي بهیر او رشاد کره کتني د سټېج ویندويي کوله، د یوه خصوصي ښوونځي استادي؛ چي پښتو ادبیات یې هم لوستل، تلیفون راته وکړ؛ د بهیر د غونډي او ځای معلومات یې وپوښتل؛ هغه مهال د احسان الله کامه وال په یوه دفتر کي چي په کارته پروان کي وو؛ د بهیر غوڼدي کېدلې. دا مېرمن د خپل ورور سره غونډي ته راغله، د بهیر چلوونکي باز محمد عابد راته وویل چي د مېلمنې په توګه یې د سټېج څنګ ته وغواړه چي وهڅول سي، مېلمنه د سټېج څنګ ته کښېناسته چي استاد سعدالدین شپون د خبرو لپاره سټېج ته راغی. استاد په خندا د بهیر ګډونوالوته مخ ور واړاوه، پوښتنه یې ځني وکړه چي دا سوله مل شینواری ولي داسي لوڅي کیسې لیکي؟ بهیروالو په خندا استاد ته غوږ ونیاوه. استاد د وکیل سوله مل شینواري د ( بوري هیلي ) لنډو کیسو د ټولګي څخه د لوڅو کیسو په لوستلو شروع وکړه، داسي کیسې چي جنسي غړي او اړیکي یې لکه د سیمنا پرده داسي ښوول. استاد ته خندا ورتله، پر عابد صاحب یې ږغ وکړ چي پاته څو نمونو ته دوام ورکړي، عابد چي مجبوره وو په خندا خندا د بوډا سړي د دوهم واده هغه کیسه لاهم ولوستله چي د ناوې د بکارت د پردې پرې کولو صحنه یې انځوروله. زما مداخلې موثر ځای ونه نیو. خو د غونډي پر مېلمنې یې دونه تاثیر کړی وو؛ چي مخ ته یې پوړنی نیولی وو خو پوړني یې د شرم سوروالی نه سوای پټولای.
چي په یوه علمي، ادبي او اکاډمیک مرکز کي دا حال وي، د ټولنیزو ارزښتونو څخه د بې خبرو ، بې نامه او بې نښانو چلند به نو د مېرمنو سره څنګه ګڼو؟ له یوې خوا زموږ د ټولني ډېره انساني قوه له لویه سره پر کار سمه نه ده لوېدلې له بلي خوا مو د نیمايي برخي سره دا ډول چلند د هغو د کار په وړاندي په لوی لاس خنډ او خندک ایجادول دي.
چي د ټولني اخلاقي محیط داسي وي؛ بیادي نو د ګډ کار او پرمختتیا هیله نه کوي ځکه؛ چي سړی په ډېر څه نه حاضریږي چي د خپل فامیل غړي د داسي چاپیریال غیږي ته واستوي. او دا چلند به وي چي ښځه یا د کور ده یا د ګور تور شعار به تمثیلیږي او د سعدي د وختو بدګمانۍ او تیورۍ به زموږ په حال او راتلونکې زمانه کي لا هم عملي کیږي:
چو در روی بیګانه خندید زن
دګر مرد ګو لاف مردی مزن
ز بیګانه ګان چشم زن کور باد
چوبیرون شد ازخانه در ګور باد
نو موږ به خپله ملامتي منو. د سالمي ټولني درلودلو لپاره سالم اخلاقي چاپیریال اړین دی. تر هغو مو دا هیله نه پوره کیږي تر کله چي مو د ټولني هري مېرمني ته د خپلي مور، خور، لور او خپلي کورنۍ د غړي احترام نه وي کړی.