کور / تازه خبرونه / پاكستان: د القاعدې د غړو پلټنه خپله كوو

پاكستان: د القاعدې د غړو پلټنه خپله كوو


په متحده ايالاتو كي د پاكستان سفير حسين حقاني وايي په قبايلي سيمه كي د القاعدې د غړو پلټنه يوازي د پاكستاني حكومت مسئوليت دئ.
نوموړي وويل د تروريزم خلاف د افغانستان، پاكستان، امريكا او ناټو ګډي هڅي به هيڅوك ناكامه نكړاى سي.
 د حسين حقاني په وينا د سپټمبر له يوولسمي وروسته د پاكستان استخباراتو له نړيوالي ټولني سره په مرسته د القاعدې په لسونو ورانكاره پلانونه خراب كړي دي.
ده وويل كه له پاكستان، افغانستان او امريكايي استخباراتو سره د اسامه بن لادن د پټنځاى په باب معلومات وي، دوى به يې اړه ګډ عمليات كوي. او كه په پاكستاني خاوره كي د اسامه په اړه معلومات تر لاسه سي، نو د دې عملياتو مسئوليت بيا يوازي د پاكستان دئ.
حسين حقاني د ايتلافي ځواكونو له خوا پر پاك افغان پوله د وړمي شپې د بمباريو د پلټني غوښتنه كړې، چي له امله يې ۱۳ پاكستاني سرحدي پوليس وژل سوي وه.